دکندوز ولايت د استيناف محکمې د خبر له مخي په تخار ولایت کي درې څارنوالان د بډواواختلاس په تور توقيف کيږي .
د کندوز ولايت د استيناف ريس عبدالخالق لالپوروال رسنیو سره په خبروکی وویل چی دغو څارنوالانو په تخارکی دوه تورن کسان چی بډی یی اخیستی وې دبند نه خوشی کړي دی اوهغوی یی پاک بللی دی هدارنگه نوموړی زیاتوی چی دیته ورته دوه نورکسان چی په جنسی تیری تورن وو دپیسو اخیستلوپه بدل کی دزندان نه خوشی کړی دی په داسی حال کی چی دتورونوکسانو دوسیی لا تراوسه ندی سپینی شوی اوپه دی اړه تحقیقات هم پای ته ندی رسیدلی لال پور وال زیاته کړه چی بډي اخستونکي څارنوالان به که چیرته گرم وپیژندل شی محاکمه کړي اودخپلواعمالوپه جزا به یی ورسوی .
داپه داسی حال کی ده چی ددغه ښار یو بل اوسیدونکی دنوم دنه شوولو په شرط وویل چی ددندي گمارنی پرمهال ورڅخه سل امریکایی دالره اخیستل شویدی خو لاتراوسه پوری په دنده ندی گمارل شوی . اداری فساد هغه بده پدیده ده چی ډیرکله افغان دولت یی په له منځه وړلوکی پاتی راغلی دی اوددی له امله بهرنیانو اونړیوالو پلویانو یی په باربار غوښتنه کړيده چی نور باید اداری فساد ته په دغه هیوادکی دپای ټکی کیښودل شی