کور / تازه خبرونه / زابل:دموټرانو دتوروښیښو دپاکولولړۍ پیل شوه

زابل:دموټرانو دتوروښیښو دپاکولولړۍ پیل شوه

دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ سه شنبې په ورځ خبریالانوته وویل چی دتوروښیښودرلودونکوموټرودپاکولولړۍ یی دمرکز قلات په ګډون په ټول زابل کی پیل کړی ده ،ښاغلی سرجنګ زیاتوی چې د ولسمشر کرزي او کورنيو چارو وزات په لارښوونه يې دغه کمپاين پيل کړى دى نوموړي زياته کړه چې دکمپاين پيل يې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو له موټرو وکړ او تر هغه به روان وي ، چې په ټول زابل کې د تورو ښيښو درلودونکى موټر یی نه وی خلاص کړی.سرجنګ وایی په ښارکی ددا ډول موټروشتون دسیمی امنیت ګډوډوي اودده په خبره اکثره مهال ددولت وسله والومخالیفین ددغی لاري په ولایاتوکی ترورستی حملی کوی.

ښاغلی سرجنګ همداراز زیاتوی چی ډیرژر به دپلیټ نه درلودونکوموټورددرولولړۍ هم پیل کړی ،نوموړی وایی همدا اوس یی ترافیکوته سپارښتنه کړی ترڅودبی پلیټوموټروددرولوپروسه پیل کړی . پرهمدی مهال دزابل یوشمیرښاریان هم دپولیسوددی کارهرکلی کوی اوزیاتوی چی چلونکی باید قانوی کړني په نظرونیسی .دیادونی وړده چی دافغانستان په اکثره ولایتونوکی لاوړاندی دتوروښیښودرلودونکوموټرانودپاکولوپروسه پیل شوی وه خوپه زابل کی دلمړی ځل دی چی پولیس دتوروښیښودرلودنکی موټران په ښار کی نه پریږدی .