د امریکا او برتانیې د دفاع وزارتونه خبر ورکوی چی وړمه ورځ یو امریکایی عسکر په هلمند کی طالبانو ووژﺉ خو دا یی و نه ویل چی هغه په مارجه کی له منځه ولاړ او که بل ځای ، او دا یی هم واضح نکړه چی هغه ماین والوزاوه او که د مرمۍ قربانی سو . د انګلستان د دفاع وزارت هم وویل چی د دوی یو عسکر چی تقریبأ یوه میاشت مخکی د هلمند په موسی کلا ولسوالي کی بمی چاودنی زخمی کړی و ، پرون مړ سو . په دغو تلفاتو سره د امریکایی پوځ د مړو شمیر ۱۰۲۱ ته او د برتانوی پوځ تلفات هم ۲۷۳ ته ورسېدل حال دا چی د ټولو بهرنیو پوځیانو تلفات ۱۶۸۶ ته ورسېدل چی د « هیڅ » په خاطر له منځه تللي دي .