په فارسي محاوره کې متل دی وايي (کارزمين راساختي که به اسمان پرداختي ؟)دامتل زياتره هغه کس ته ويل کيږي چې په اصطلاح سل سرونه يي خيشته کړي وي خو ديوه دخريلو توان اومتره هم نلري معنی شل کارونه ورته نيمګړې پراته وي اودی يوويشتم هغه ته زړه غږوي .
په افغانستان کې دامرېکې ترټولو لوړ پوځي جنرال مک کرسټال هم (که يې څومياشتنۍ کاري سابقې ته وګورو) دهمدې ناروغۍ معتاد بريښي په اوسنۍ خطرناکه دنده له ټاکل کيدو سره سم (چې افغانستان ته هم لانه وه راغلی ) په لويوخبرو اولاپو يې خوله خلاصه کړه هره ورځ يې نوې ستراتيژې اعلانوله ،نوي اخطارونه يي توغول ،نوي اټکلونه يي وړاندې کول اونوې خوشبينۍ يې وړاندې کولې .
ښايي په لومړيوکې به دی هم ډيرملامت نه وه ځکه له يوې خوا هغه مهال غربي رسنيوتراړتيازيات دشوتلو پټکي ورپه سرکړل او خورا دروند يي وتاله اوله بلې خوا په داسې مواردو کې جهل اوناخبري هم عذر بلل کيدای شي دی ښايي هغه مهال نه پوهيده چې دڅه ډول جګړې مشري ورسپارل شوي اوپه کومه آب وهوا کې به دنده پرمخ بيايي . مګر اوس خويي چې له دندې نژدي کال تيريږی بايدچې لږ خويې سدسرته راغلی وای دنوموړي له وروستنيو بيړنيو اقداماتو بريښي چې لاهم په هماغه بوده سپور دی .
دايو څه وخت خو چې مطبوعات ګورم هرسهار چې نوموړی جنرال له خوبه راپاڅيدلی نو يوه نوې اونادره يې شړلې کله وايي نورستان پريږدو په سبايې بياوايي نه يې پرېږدو ،کله وايي دحقاني شبکه ؟؟به وټکوو مګر لږ وروسته بيا دسولې اوپخلاينې اواز غږوي .
نوموړي په دې وروستيو کې په لومړي ځل خپله جنرالي وکاروله اوله بيابياارزونو وروسته يې يوقاطعانه پريکړه وکړه (په کوچنۍ مارجه لوی بريد) چې جنرال ورته يوه مياشت تبليغاتي کمپاين وچلاوه نوموړي دغه جګړه دخپلې جنرالۍ ترټولوستره ازموينه ونوموله ،دغه بريدرښتياهم ستربريدوه چې بالاخره ترسره شو،مطبوعاتو هم ورته په لومړيو کې ټولو حواس راوګرځول او تروروستي حده يې تعقيب کړ ځکه موخه داوه چې جنرال په لومړنۍ ازموينه کې بريالی وښودل شي داچې جنرال دمارجې په ازموينه کې بريالی ،ناکام اوکه مشروط وبلل شي لاهم وخت ته اړتيالري ځکه داازموينه (دمارجې جګړه ) دجنرال دطبعې برخلاف طولاني شوه او داونيو په ځاي خبره مياشتو ته ورسيدوځکه دجنرال مطبوعاتي دفتر لاهم هره ورځ خبريږي چې په مارجه کې په امريکايي سرتيرو ماينونه پټاويږي په ناڅاپي بريدونو کې وژل کيږي او درانه زيانونه ګالي دجنرال مطبوعاتي دفتر هم دځانګړو اعلاميو په صادرولو په ټوله کې تلفات مني خو دقيق ځای يې (مارجه )ځکه نه په ګوته کوي چې هلته جنرال لاوړاندې ځان په دې ازموينه کې بريالی بللی نه چې هغه کريډيټ ته يې زيان واوړي .
په داسې حال کې چې دمارجې جګړه لا په دم کې ده او امريکايي تلفات ورځ تربلې لوړيږي جنرال خپل يوبل تازه ليدلی خوب مطبوعاتوته ويلی دده په وينا نوبت دکندهار دی اوډيرزربه دلته هم خپل عمليات (چې دی يې آپريشن بولي )پيل کړي .دلته نولوړ فارسي متل ښه ورپورې لګيدای شي ځکه نوموړي په مارجه کې څه وکړل چې په کندهار کې به يي وکړي ؟ دمارجې دجګړې په اړه بايد واويو چې يو يې هغه شکل دی چې مطبوعات يي په زور راباندې مني اوبل هلته پيښ حقائق دي زماپه اټکل خو دمارجې په بريدسره امريکايانو يوازې خپله پښه په تبر ووهله او نوريې هيڅ ترلاسه نکړل .
په مارجه کې چې امريکايانو کوم تلفات وګالل ښايي په تيرکې يې دافغانستان په کچه چيرې نه وي ګاللي مګر مقابل لوري ته يي هيڅ کوم دپام وړزيان ونه رساوه دوی ښايی يوازې څه اندازه ځمکه لاندی کري وي چې په چريکي جګړو کې داډول بردوباخت بريا نه شي شميرل کيدای په دې سربيره يی په يوه جنجالي سيمه کې خپل زرګونه سرتيري له نامرئي مقاومت سره په جګړه ښکيل کړل چې هيڅ لاسته راوړنه به ونه ويني .دمارجې له ناکامۍ اوسهوې وروسته که جنرال رښتياهم دکندهار جګړې ته بډې بډوهلي وي نودابه يي که خدای کول وروستۍ جګړه وي اودانشاءالله دلته به يې دبلې جګړې هوس له مازغو ووزي .