کور / شعر / د ښاغلي بیکسیار درې غزلې

د ښاغلي بیکسیار درې غزلې

بي دوه پنځوس راووستې ده بلادموکراسي ده
دچور، درشوتونواودغلادموکراسي ده

ولس لگياپه خپلولاسووژني ولسونه
داچاويل غلطه ده رښتيادموکراسي ده

فاشيزم، کمونيزم بل هرايزم ترې کربان شه
داموږته يې راوړي چې که دادموکراسي ده

قدم په قدم بم دی اوبمبارددی اوبلواده
سبادموکراسي ده اوبېگادموکراسي ده

کابل دی، که بغداد،بېروت ،چچين که فلسطين دی
پرهره خواچې گوري هره خوادموکراسي ده

گوانتانامو، بگرام، ابوغريب کې چې څه کېږي
لدې زياته ليدلې چېرې چادموکراسي ده؟

زمانالوستي خلک به ضرورپرې نه پوهېږي
داځکه چې دامېډ اين(۱)امريکادموکراسي ده

څوک مات درباندې نکړي بېکسياره داگنجی سر
لږپام کوه اشناډېره رسوادموکراسي ده .

(۱)Made in ـ امريکاکې جوړه شوې .


غزل

دموکراسي راغله دچورکيسه بياښه توده ده
دمرگ، دژوبلې دناسورکيسه بياښه توده ده

ظالم دې حدته رسېدلی پرځان خولې لگوي
دبېنوااودمجبورکيسه بياښه توده ده

چاوې شپېته صليبيان نن په فلوجه کې قتل
په واشنگټن کې خو ضرورکيسه بياښه توده ده

افغانان بياسره اړم شول ديوبل وينوته
دگاونډي اودتربورکيسه بياښه توده ده

دبيت کيسه ده چې کافر، هم مسلمان ترې وېزار
نن دصليب، عيسی اوطورکيسه بياښه توده ده

يوحسين غواړي بېکسياره دايزيد وختونه
دکربلااودمنصورکيسه بياښه توده ده .


غزل

زموږدانوی قاتل زوړپه شان هماغسې دی
ظلم هغه، زياتی هغه، زندان هماغسې دی

بي دوه پنځوس دي وروي گولۍسبااوبېگا
دمړو،د ژوبلووير، ژړا، فغان هماغسې دی

ديموکراسي ده خلک وايي خوپه لاس دوحشت
ټوټې، ټوټې مودژوندون گرېوان هماغسې دی

موږ ورته وکړل منتونه که څه رحم وکړي
خوبې پروالابې پرواجانان هماغسې دی

يوپه پنجشېراوپروان څه وشول که نشته جگړه
وينوکې ډوب، کونړ، هلمند، ميدان هماغسې دی

اوښکې شرمېږي به نورنه موکه له سترگوڅاڅي
دزړونو کورکې مودزړه توپان هماغسې دی

چاته کيراړه، کي ژوره که جنگي کلاياد
په پنجوايي، رېگ، دېراوت دوران هماغسې دی

توربېکسياره شرموي چې لکه سره يرغلگر
ورته غوسه خوخړه کی افغان هماغسې دی .