تا د زړه په وینو لوې کړم چې ځلمی یم
اوس په غم دې که مړنه شم څه سړی یم
که دوستانو ته دې ګل یم د ګلابو
هر غلیم ته دې په سترګو کې اغزی یم
د ژوندې قومونو څنګ ته چې رانه شي
تر هغې به زه نه وایم چې ژوندی یم
ته خوشبو یې زما د ژوند د بڼ ای ګله
ستا د هرخزان په مخ کې زه سپرلی یم
که مې دا ځل دښمن وویست ستا له کوره
بیا به وایم په رښتیا چې زه زمری یم
د دنیا طبیبان څنګه به مې روغ کړي
طاهري هجر یې ایشتلی په زړګی یم