کور / شعر / دنوي پسرلي پيغام

دنوي پسرلي پيغام

د١٣٨٩هـ ش کال دنوي پسرلي پيغام په يوه نظم کي

هلمنده ستا پسرلی به څه وي؟؟
په هغه باغ کې بلبل چي به نارې کړې
اوس هم هـلـتـه چپ ، چپتيا ده پســرلی
کوچيدلي دي مـرغـان او با غـبـان دواړه
اوس هم هلته غم ماتم دی غوړيدلی پسرلی
دهغو چي کند وګان دراشن ډک وه
نن د خـپـلـه ګليـستا نـه اوره سـوه
سره اورونه سرې سکروټي يې پرکورسوې
دحـيـأ پـو ړ نـــې څـيـري ، بـــې پـرده سول
هر راکـټ د تمد ن په نوم فـيـريـږي
هريو کور چي دبشرپه نوم ورا نيږي
اوس آزاد کورونه ولاړل مسافرسول
اوس پر مېنه دپردو مهتاج د بل سول
پر سرو ګلو شينو باغو کنډوالې جوړي
پرمـرجــه اوناداعـلي اورونه بل سول
پرمرجه اوناداعلی اورونه اوري
دانړۍ په غټوسترګو ورته ګوري
ټوله توان اوټول طاقت يې ځيني واخيست
هم دپاسه هم دمځکي دسکروټوباران اوري
هغه مست قومونه ولـويدل لــه زوره
دنړۍ توان اوطاقت هم سو بې زوره
پسرلی زموږ هيواد ته دي څه را وړل ؟؟
هم با غبان او هم بلبل دواړه چي ولاړل
دهلمند درياب بهيږي مړاوی ، مړاوی
غلی ،غلی را بهيږي مړاوی ، مړاوی
پـرسربند دکـجــکي تازه ګي نه سته
دوحشت نغمه خپره ده خوښي نه سته
بيرته غواړو هغه جګ خړ ديوالونه
بيرته غواړو هغه شنه ، شنه چمنونه
دبلبل نارې به اورو پر باغــونو
د آبـو اوا ز به اورو پـر کـورنـو
نه چي واک موسي دبل پر تعميرونو
يا موښکيل کړي دپردويوپردودونو
دزړې ډموکراسۍ زړه نغمه ده
مناسبه په قـيـمـت دانسان نه ده
داچي څه کوي دښمن پردغه غولي
جوړه کړې يې وموږ ته دا بهانه ده
پسرلی !! دهلمند نغمه بيا سره کړه
ترانه دي دآزادهـيـواد خـپـره کړه
دننګيال بـڅــرکي ږغ دی پر يارانو
جوړه ، جوړه دهلمند زاڼي ميله کړه