د هندوستان به شمال لوېديځ راجستان ايالت کي سيند ته د يوه سرويس د لوېدو له امله ٢٦ تنه مړه او ٣٤ کسان ټپيان سول.
د راجستان د سوۍ سيمي پوليس وايي په بس کي ناست ټول کسان د دارالمعلمين استادان او شاګردان وو.
پوليسو د پېښي علت د چلوونکي بې احتياطي او چټک تګ په ګوته کړئ دئ.