د سهيلي وزيرستان په بېلا بېلو سيمو كښې د امنيتي سرتيرو او وسلوالو تر منځ جګړه روانه ده په لوړه كچه دسيمې او سيدونكو نورو سيمو ته ګډي پيل كړيدي دسهيلي وزيرستان په سيمو لدها ، مكين ، راغزۍ ، باروند، خيسور او تيارزه په سيمو كښې نښتې دوام لري د بد امني له امله دسيمي يخلك وتلو ته اړ شويدي په سلګونو كسان د هيواد نورو برخو ته كډه شويدي ځائى قبا ئيلو د اغيزنو خلكو لپاره په ټانك كښې مرستندويه كيمپ لګولي دى بلخوا ته د محسود قبيلې د جرګې مشرانو د سهلي وزيرستان د حالاتو په باب دسياسي مشرانو او د بشري حقوقو د تنظيمونو سره رابطې كولو هڅې پيل كړيدي.