د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چي دوې اونۍ دمخه د يوه فرمان له مخي د انتخاباتو په خپلواک کمېسون کي د بهرنيو غړيو مخنيوى کړئ وو، بيرته يې دوه بهرنيان په کمېسون کي د غړيتوب دپاره منلي دي.
د انتخاباتو په پنځه کسيز کمېسون کي تر دې دمخه درې بهرنيان او دوه افغانان وو، خو اوس به درې افغانان او دوه بهرنيان وي، چي د افغان چارواکو په وينا اصلي پرېکړه به د افغانانو له خوا کېږي.
د راپورونو له مخي ولسمشر کرزي دغه کسان د نړۍ وال فشار له مخي منلي دي.