کور / تازه خبرونه / پاکستان: ناټو د طالبانو مخنيوى وکړي

پاکستان: ناټو د طالبانو مخنيوى وکړي

د پاکستان پوځ په افغانستان کي پر مېشتو بهرنيو ځواکونو ږغ کړئ چي د ډيورنډ پر کرښه د اوښتونکو طالبانو مخنيوى وکړي.
تر دې دمخه به افغان او ناټو ځواکونو له پاکستان څخه دغسي غوښتنه کوله، خو دا لومړى ځل دئ چي پاکستاني پوځ يې له مقابل لوري څخه کوي.
د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اطهرعباس د لندن په ريل يونايټيډ سروسز انستيتوت کي د وينا پر مهال وويل د ډيورنډ پر کرښه د اوښتونکو وسله والو مخنيوى د افغان او پاکستاني اړخ ګډه زمه واري ده.
نوموړي وويل پاکستان کرښي ته څرمه ٨٨٠ پوستې ځاى پر ځاى کړي، خو افغان او ايتلافي عسکرو ١١٢ پوستې جوړي کړي، چي دغه شمېر پوستې د جنيګاليو مخنيوى نسي کولاى.
اطهر عباس پاکستانى اړخ د طالبانو په ځپلو کي کامياب وباله، خو وايي د افغانستان څخه د ورتلونکو طالبانو له امله محسوس پرمختګ نه پکښي ترسترګو کېږي.