طالبانو خبر ورکړ چی نن غرمه یې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ مرکز ته نږدې د امریکایی او داخلی قواوو په یوه اډه کی ( چی نوې جوړه سوې ده ) دوې فدایی حملې وکړې چی په نتیجه کی یې ۲۵ داخلی او خارجی پوځیانو ته مرګ ژوبله واړوله . خبر وایی چی دغو دوو تنو پوځی یونیفورم اغوستی او بېس ته ننو تل چی لومړی یې په خپلو کلاشنیکوفونو او لاسی بمونو حملې پر وکړې او وروسته یې ځانونه منفلق کړل . خبر زیاتوی چی دا مهال بېس ته لوړ رتبه مېلمانه هم راغلي وو او ښایی هغوی هم وژل سوي وی .