د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له خوا يوه خپره سوې پاڼه وايي د دوشنبې په سهار پنځه شکمن ځانمرګي د پوليسو له خوا ووژل سول.
د خبرپاڼي له مخي دغه کسان د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ بازار ته له وسلو سره ننوتلي وو، خو د پوليسو له خوا تر پېژندلي وروسته ووژل سول.
خبرپاڼه وايي بريدکوونکو د ځان چاودلو ناکامه هڅه کړې، خو مخکي له دې چي پټاو سي پوليسو په نښه کړي دي.