کور / تازه خبرونه / کندوز: ژورناليستانو ته دوه ورځنى ورکشاپ داير شو

کندوز: ژورناليستانو ته دوه ورځنى ورکشاپ داير شو

نن په کندوز کی څلویښت تنو ژورنالستانو ته دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ دمیديوتیک مرکز په انگړ کی د جی تی زید موسسی له لوری دائر شو . دبیان دآزادی دسرلیک لاندی روزنیز ورکشاپ چی موخه یی په یاد ولایت کی دژورنالستانو دوړتياوو لوړول دي، دوې ورځی به دوام وکړی .

دکندوز ولایت داطلاعاتو اوفرهنگ ریس عبدالشکور دوست په خپلوکی خبروکی وویل چی د بیان آزادی حالت ترپخواپه دغه ولایت کی ښه شویدی ولی اوس هم ډیری ننگونی پرمخ کی پرتی دی. چی ژورناليستان نشی کولای دټولنی واقعیتونو ته په سمه توگه انعکاس ورکړی، هغه د ځينو چارواکو په لوری اشاره وکړه ولي د چانوم یې وانه خیست چی اوس هم بیان آزادی ته گواښ دي.

هغه داهم زیاته کړه چی اوس هم دهیواد په ډیری ولایتونو کی ژورنالستان وهل اوټکول کیږی چی چارواکو تراوسه پوری دغه ستونزوته کومه دحل لاره نده موندلی، هغه په دی وروستیوکی په یاد ولایت کی دتیری روژی په میاشت کی دسلطان منادی د وژلوخبره هم یاده کړه چی تراوسه یی دڅېړنو دپایلو په اړه څه ونه ویل شول . سلطان منادی هغه افغان ژورنالست وو چی دنیویارک ټایمز ورځپانی سره یی کار کاوه اودکندوز دچاردرې په ولسوالی کی وروسته داغواکیدلونه مړ وموندل شو .