کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ: ملي اردو او بهرنيانو ۲ وسله وال نيولي دي

ميدان وردګ: ملي اردو او بهرنيانو ۲ وسله وال نيولي دي

دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ د اب ګزار په کلي دوسلوالو مخالفینو یوتن سرګروپ دیوتن وسلوال سره ونیول شو، داخبره د ميدان وردګ ولايت د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلې ده .

په خبرپاڼه کي راغلي چي دمیدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د اب ګزار په کلي کې  دکب دمیاشتې په ۲۴ مه نیټه  د شپې مهال ۱۲ بحې د ایساف او افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو یوتن مهم سرګروپ ملا سلیم دیوتن وسلوال سره ژوندي نیول شوې اوهم دنوموړو څخه  یوشمېر چاودید ونکي توکیي ترلاسه شوې دي، چې اوس دعدلي او قضایي ارګانونو د پوښتنو ګرویږنو لاندې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .