کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دملي هویت اوملې ګټې پنامه کتاب وګورې !

دملي هویت اوملې ګټې پنامه کتاب وګورې !

                                     
په ګران افغانستان کي د۱۳۴۳هجرې کال ددیموکراسې داعلان سره یودم خارجي ایدیولوژیوزموږهیواد ته  مخه وکړه اوپه لسګونه افراطی ایدیولوژې دخارجي جاسوسې شبکوپه  اشاره افغانستان ته راننوتې اودلته دناپیژندل سوو مینونوپه شان ځای پرځاې سوې کله چی په ۱۳۵۲کال کي شهید سردارداؤ خان دسلطنت پرضد کودتا وکړه اودسلطنتې  نظام نس یی  څیري کړي چي له منځ نه يی په یوبنډل ایدلوژیو سرراپورته کړې  دپردواستخباراتي کړیوپه مرسته يی عملا جنګ شروع کړې . اودنظام په دننه اودپاندې کي جګړه ګرمه کړه د۱۳۵۷هجرې کال دثورکودتاته وسوه  اودې کودتا دروسانویرغل ته لاره هواره کړه او دروسانوسپین سترګې دنړې نورولویوقدرتونواوګاونډیانوته بهانه پلاس ورکړه اوسمدلاسه مستقیمي اوغیرمستقیمې مداخلې شروع سوې  افغانان دخپلې اذادې اوملې هویت دساتلودپاره مجبوره وه چي وهرچا ته لاس اوږد کړې .


ولي ډیروهیودو دافغانانوددې مجبوریت نه دځان په ګټه معامله ترسره کړه خصوصا ګاونډیانوددسیاسې ګوندونواوتنظیمونوترنامه لاندې افغاني جنګې ملیشې جوړې کړې  چي اکثریت یی شکلا افغاني اودنظریی اوفکر اوعمل دلیحاظه پردې وې .


دچا چي هم ایدیالوژې پردۍ وي ،هم یې سلاوې اومرمۍ پردۍ وې ، هم يی جامي اوډوډۍ پردۍ وې نوهغه ته دملي هویت اوملې ګټې په کوم اساس قدرولرې داټول جریان ددې باعث سو چي زموږ ملې هویت اوملې ګټې دپردودګټوقربانې سوې خلقیانوبه ویل چي پرچمیانودافغانستان جغرافیه خرابه کړه اوپرچمیانوبه ویل چی خلقیانودافغانستان تاریخ وران کړي ، مخالیفینوبه یی بیا ویل چي دوی اسلام تباه کړې دوی  ټول برحق وه ځکه  اکثریت هغه ډلې چي دساړه جنګ په دوران کې منځ ته راغلې نه یوازې تاریخ اوجغرافیه ورانه کړه بلکه وملي ګټو اوملې هویت حتي دجها داواسلام وحثیت ته زیان ورساوه اوبیخی پرملې هویت اوملې ګټوباندې خاورې راواړولې.


اکثره سیاسي اویا نظامی جریانونه  چي منځ راغله  ریښی یی دپردوسره مښتي وې . هریوچي به قدرت ته ورسیدې اول یی  دهیواد زوړ بیرغ ، دنظام نوم ، ملې سمبول ، اواساسې قانون دخپل خواهش اوخپلې نظریی اوخپل باداردخوښې په اساس بدل کړي اوبیرته به ېې دسره هرڅه شروع کړه  اوباکل دملې احساس ځای  پردې احسا س ونیوې ، ملې هویت په پردې هویت بدل سو کله چي په یوه هیواد کي پردې نظرېې اونظامونه تسلط پیداکوې  هغه ترهرڅه لومړې  په ولس کی ملې احسا س وژني  ځکه ملې احساس کولاې سی چي ملی ګټې اوملی هویت وساتې . چي دافغانستان یوژوندې نسل ددی  ناخوالې عینې شاهددی .


په هیواد کی ددیریشو کلنوغمیزوپه دوران کي دجها د ، اسلام ، ترقې ، ارتجاع ، امپریالیزم، سوسیالیزم ، نشنلیزم ، دیموکراسې ، دبشردحقوقو ، اونورډیروعنوانونو ترنامه لاندې ډیری مقالې ډیرې لیکنی ، اوډیرشعرونه ولیکل اولوستل سوه  چي هریوه به پرخپل وار یا ښه یا بد تاثردرلودلې وی خوڅوشیان چي هغه دملې هویت ، وطن پالنه  ، اوملې ګټومسله بیخي له نظره غورځیدلي ده دتاریخ دپاڼونه داسې مالومیږې چي زموږ پخوانومشرانواوغښتلوملې شخصیتونوبه دمیړاني اوځوامردې دملې ګټواوملي هویت دساتلو په کاروکي یوتربله سیالې سره کوله خوددیریشوکالوپه دوران کې اکثریت سیالې اورقابت دپردوپه جاسوسې اومزدورې کي بریښیدې همدا علت ؤ چي ددومره سترې قرباني سره سره دملې احساس ډیوې دپردونظامونو، پردو کتلورې یرغلونو او نظامي لښکرکښیو داسې مړژواندې کړي چي ترمرګ ترپلوې ورسولې چی دنیکه مرغه ځوان لیکلوال ښاغلې فرید واحدې شګیوال  صاحب پخپل د( ملي هویت اوملي ګټې ) په نامه کتاب کی ددي سپڅیلې مکتب څراغوته بیا تیل ورواچول اودهغه ښه والې په دې کی دې چي لیکوالانو خصوصاځوانولیکوالانوته دډیروښوبنیسټیزومسایلویادونه کړیده چي هغه زموږدملي ژوند خصوصا دځوان نسل دپاره چي دپردوکلتورې یرغلونوښکاردې  ډیراهمیت لرې ، دداسی یوې ټولني دپاره چي ترشپږزره کاله اوږد تاریخ اوقدامت لرې ترټولومهم شی چي  باید دسترګودکیسي په شان وساتل سې هغه ملې هویت اوملې ګټې دې  اودداسي ټولني دهروطنپال بچي  دپاره وملې ګټوته پاملرنه اودپردوترګټواویا شخصی ګتونه وملې ګټوته اهمیت ور کول یوه اسلامي فریضه اوملې دنده اوسترمسولیت دې .


ښاغلې شګیوال صاحب  خودامسؤ لیت اداکړې چي داښایسته اوورک عنوانه يی دولس اولیکوالانومخ ته کښیښودل دابیا دهغوکاردې چي ودې کارته څومره پاملرنه کوي اوڅنګه ددې ویجاړی ښوونځې رغونه اوڅنګه ددې سترمسؤ لیت اوقرض له غاړې اړوې .