کور / راپور / ميرمن کلتوري بهير د قرآن عظيم الشان ختم وکړ

ميرمن کلتوري بهير د قرآن عظيم الشان ختم وکړ

دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير له خوا دقرآن عظیم الشان ختم وشو
د۱۳۸۸ لمریز کال دکب میاشتې په ۲۲ نیټه دمیرمن بهیر دغونډو په تالار کې دميرمن بهير غړې مرحومې سويتا  روح ته ددعا لپاره دقران کريم ختم او دهغې روح ته یې دعا وکړه شوه.
دقرانشریف دختم له مراسمو وروسته دارواښادې سویتا میرزاده یاد غونډه جوړه سوه .په دې غونډه کې لومړی دسولې نيازې له خوا دارواښادې سویتا میرزاده ژوند لیک ولوستل سو،دهغې دژوند په اړه یې رڼا واچوله ،آغلې سولې وویل:(( ارواښاده سویتا میرزاده نه یوازې ښه لیکواله او شاعره وه بلکې دنجونو دسپورت دبرخې یوه وتلې او مخکښه څیره هم وه،سویتا په څلورو ژبو په بشپړ ډول پوهیده خو لیکنې یې پخپله مورنۍ ژبه خوږه پښتو کولې))
وروسته پاریسې خزان دارواښادې سویتا میرزاده دژوند او کاروفعالیت په اړه خبرې وکړې.دې وویل((دارواښادې سویتا میرزاده مور هم ناروغه وه ،دې به تل دخپلې موردروغتیا په اړه تشویش کاوو او ځوروله یې خو دادی ددې مرګ ترې ړومبی شواروادې یې ښاده وي))
له هغې وروسته تورپیکۍ مومند خبرې وکړې ،دغونډې په پای کې دارواښادې سویتا میرزاده دخورو ورو اثارو په راټولولویې ټینګار وکړ او په دې اړه ټاکل شوي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه.