په میدان وردګ ولایت کې دکرکیټ بورډ لخوا (۵۰) تنه وروزل شول او هم دڅلور ټیمونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ د وریښمین لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدې .
په میدان وردګ ولایت کې دکرکیټ بورډ لخوا ددې ولایت (۵۰) تنه ځوانانو ته دکرکیټ دلوبې په اړه درې ورځنۍ عملي او نظرې زده کړې ورکړل شوې او هم په دې ولایت کې دڅلورو لوبډلوترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ دوریښمین لوبډلې په ګټه پای ته ورسیدې.
دبدنې روزنې اوسپورت ولایتي امرعین الله حقبین په ویناء دغه درې ورځني ټریننګ دکرکیټ لوبډلې د دوه ترینرانولخواددې ولایت د(۵۰) تنو ځوانانو ته درې ورځې وړاندې پیل شوې وو ګډونوالو ته په نظري اوعملي برخه کې زده کړې ورکړل شوې ،همدارنګه دحقبین په وینا دغه لړۍ له دې مخکې هم دکرکیټ بورډ لخوا په کابل ،ننګرهار،لغمان او لوګر ولایتونو کې پیل شوې چې له نیکمرغه ددې ولایت ځوانانوته هم دهغه شوق له امله چې دې لوبې سره یې لري دغه زده کړې ورکړل شوې.
همدارنګه دورکشاپ په پای کې دوریښمین،فیروزجلریز،ځوانانو او اریا څلورو لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ سیالي ترسره شوې چې وریښمین لوبډلې د(۹۰) منډوپه جوړلوسره لومړی،فیروز جلریز د(۸۷)منډو په جوړلوسره دویم اوځوانانولوبډلې دریم مقام ترلاسه کړه، چې په ګټوونکو او تکړه لوبغاړو باندې دولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدایي او سپورت امریت لخوابرابرې شوې تحفي او کپونه ووېشل شول،همدارنګه په دې ولایت کې دکرکیټ دلوبې دلوبغاړو د لاغښتلتیا او پیاوړتیا لپاره دښاغلي والي لخوا د(۱۰۰۰۰) زرو ډالروپه ارزښت دپروژې دورکړې ژمنه وشوه چې په نږدې راتلوونکي کې به دلوبغاړودمجهزکولو،تخنیکي
او نظري زدکړو اوهم لوبو دمیدانونو دجوړلو او اړتیاوو دپوره کولو لپاره په مصرف ورسیږي.
دکرکیټ بورډ مسولینو لخوا دښاغلي والي دغه نیکه هڅه او ژمنه وستایل شوه او ترې مننه یې وکړه.