د امریکا د متحده ایاالاتو زاړه کار او مکار ډیپلومات چی په اوسنی وخت که د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد په اصطلاح خاص استازی دی ، ځو کلمی خبری یی د هاوارډ په پوهنتون کښی د یوی غونډی په ترځ کښی وکړی ، خبری نه وی ، ببری وی چی په زره هاو کیلومتره لیری دلته په افغانستان کښی یی د ډیرو پښی ور ولرزولی.
هالبروک وویل چی طالبان د افغانستان او پاکستان د سرحد و دواړو غاړو ته په پښتنی ټولنه کښی اوبدل سوی دی او تقریباْ هره پښتنه کورنی یو ځوک لری چی د طالبانو په تحریک کښی دی لاس ولری. هالبروک زیاته کړه چی همدا لامل دی چی کرزی هځه کوی ترځو د طالبانو سره روغه جوړه وکړی ځکه چی کرزی هم یو پښتون دی.
د هالبروک دغه ځرګندونو ډیر هغه کسان چی خپل ټول شته ( حیثیت ، شرافت، وجدان افغانی غیرت ، د لیکلو ، ویلو ، استدلال او مسلکی وړتیاوی ) یی د امریکایانو او په ټولیزه توګه د غربیانو ده اهدافو په لاره کی پانګولی وی ، هک او حیران کړل. او ډیر سخت یی وه بیرول. چا د ده دغه وینا وه پښتنو ته توهین وباله چا بیآ دا وویل چی کوم مغرض چا د هالبروک غوږونه په غلطو معلوماتو ور ډک کړی دی او چا بیآ دا وه ویل چی .. د وینا ځخه مو ښکاری چی ورکه مو راغلی ده… خیر هرچا دخپل جوجوری د ضرفیت سره سم د هالبروک دغه وینآ تول او ترازو کړه.
اکثره ناری ده هغه کسانو ځخه را ووتلی چی د غربیانو په استازی توب به یی اکثراْ د غربیانو دښمانان ښکنځل او د هغو د شپږو نوم به یی باجه خانه ښودل. که په لسهاو د دوی پښتانه به پرته له کوم دلیل نه په خوب کښی بمبارد سول یا به یی واده په جنازه بدل سو او یا هم پر خپله لاره به روان و او ضربه به سول نو دوی به [ سم بکم عمی] وه مګر کله چی به بیآ به پر غربیانو یا د هغو پر ګوډاګیانو کم برید وسو او په هغه کښی به ولسی وګړو ته زیان واوښت نو خدای [ج] به و دوی ته ورکړه ، او ، هغه د پردو د وژنو کسات بی یی هم له خپلو نه واخیست.
دا د دوی هیره ده چی امریکا او یا هر بل پردی ، وه دی هیواد ته نه د پښتون لپاره راغلی او نه هم د پاړسیوان ، نه د ازبک او نه هم ترکمان. که د یوه قوم سره اړیکی ساتی نو ده هغه قوم لپاره نه بلکه د خپل ځان له خاطره یی ساتی او هر هغه وخت چی دا احساس وکړی چی ځوک یی په مقابل کښی ولاړ دی نو بی له کومی بیری یی ځرګندوی . دوی د خپلو موخو د پلی کولو لپاره و نوکر ته ضرورت لری هغه نوکر که ته یی که زه یم او که ستا سیمیز حریف، دوی ته بی توپیری دی.
دا روښانه خبره ده چی د طالبانو د قدرت اصلی سیمی د پښتنو په سیمو کی دی او دا په اتوماتیک ډول دا معنی لری چی د دغه سیمو ځینی خلک د هغو سره خواخوږی لری. که طالبان تر اوسه پوری د ټولی نړی د دښمنی سره سره د ځان د ښودولو وړتیآ لری نو هغه د پښتنو د مستقیمی مرستی د برکته ده ، که داسی نه وی نو ولی په پنجشیر کښی ځان نه سی ښکاره کولای. البته دا دا معنی نه لری چی طالبان یوازی پښتانه دی مګر بیآ هم اکثریت پښتانه دی او د قدرت سیمی یی هم د پښتنو سیمی دی.
زما د لیکنی اصلی موخه هغو ته متوجه ده چی ، بی له دی نه چی خپل دوست او دښمن وپیژنی او بی له دی نه چی خپلی اوږد محاله او لنډ محاله ګټی سره تول او ترازو کړی، په خپل ذهن کښی هغه ځوک خپل دوست ګڼی ، هغه چی یوازی او یوازی د ده جیب ور ډکوی او د عیش او نوش موقت آسانتیاوی ورته برابروی، هغه که یی ورور و وژنی ، که ګاونډی او که تربور، ورته بی تفاوته ده .
امریکا او بل هر ښکیلاګر ترځو چی کار در نه اخسیتلی سی او په درد یی خوری نو ساتی دی ، کله چی یی کار درباندی وکړ بیآ نو ستا او د بل چا هیځ فرق نسته ورته. وه هغو ته یوازی او یوازی د خپل هیواد ګټی مهمی دی او دا یی په عمل کښی ثابته کړی ده چی وه دوی ته یوازی ده هغه انسانانو ژوند ارزښ لری هغه چی د دوی په ټولنه پوری اړه لری او په واری واری هم داخبره ثابته سوی ده.
که ځوک غواړی چی ملګری یی پر نیمه لار پری نږدی نو د پیل نه دی د نا مرده سره ملګر توب نه کوی. ملګر توب د پیسو د خاطره او یا د لنډ محال قدرت لاسته راوړولو لپاره همدغه سی پایلی لری.
خاص کسان دی متوجه اوسی چی تر اوسه پوری لا د دوی مطلب نه دی پوره سوی دا به وخت وښیی چی هغه انډیوالی چی پر مادیاتو باندی ولاړه وی تر هغو دوام کوی تر ځو پوری چی مادی ګټه په میآنځ کښی وی ، چی ګټه اخیستل پای ته ورسیدل نو انډیوالی پای ته ورسیده.
زه غواړم دلته د دی انډیوالی یوه خاصه نمونه ستاسو درنو دوستانو سره وځییړم. دغه انډیوالی د ښاغلی حامد کرزی او امریکایانو انډیوالی ده.
کله چی د دوزره یوم کال سپتامبر د یولسمی پیښه وسوه او امریکا پر دی سوه چی افغانستان لاندی کړی نو یو سخت انتخاب یی کړی وو.
هیځ داسی سیستم چی د اعتبار وړ وی او وه دوی ته استخباراتی معلومات ورکړی نه وو، د دوی ټول ځمکنی معلومات په پښتنی سیمو کښی د نوی استخدام سوی ارزانه جاسوسانو لخوا برابریدل چی هغه هم اکثراْ غلط او یا د غرضه ډک وه. امریکایانو په ډیر تلوار سره د پاکستان لخوانه په دوو جبهو کښی خپل سیمیز پښتون جنګی ماشین فعاله کړ. یوه یی مشرقی جبهه وه او بله هم جنوب غربی . مشرقی جبهه د امریکا زاړه یار قوماندان عبدالحق لخوا مشری کیدل او جنوب غربی جبهه د حامد کرزی په سیاسی او ګل آغا شیرزی په ملیشایی رهبری سره رهبری کیدل.
په دی خاطر په جنوب غربی حوزه کښی و دو کسانو ته رول ورکول سو چی کرزی جنګی کسان نه درلودل او ګل آغاشیرزی د سیاسی رهبری جوګه هغه هم په دغسی یو حساس وخت کی نه وو. ګل آغا شیرزی د خپلو معتادو ګډ افغانی او پاکستانی افرادو سره د پاکستان د حکومت او امریکا لخوا په وسلو ښه سمبال د ویش لخوا نه پر بولدک د هوایی بمباری به ملتیا سره جګړه پیل کړه او کرزی د تبلیغاتی جنګ لپاره په کوټه کښی میشت سو او قوماندان عبدالحق د ښه پریمانه پیسو سره د پاړه چنار لخوا و ازری ته راغی، مګر د عبدالحق د بدی طالع نه هغه د طالبانو و لاس ته ولوید او د مینځه ولاړ. د قوماندان عبدالحق په مړینی سره شرقی جبهه د ماتی سره مخ سوه. مګر جنوب غربی جبهه په جګړی بوخته وه. امریکایانو غوښتل چی ډیر ژر کندهار ونیسی په همدی خاطر یی حامد کرزی د هلیکوپترو په واسطه د پیسو او وسلو سره په ارزګان کښی پلی کړ. حامد کرزی په دی خبر وو چی که کومه کوچنی اشتباه وکړی نو د عبدالحق برخلیک و ده ته هم په انتظار کښی دی مګر بیآ یی هم ځان په جبهه کښی ټینګ کړ او جګړی ته یی دوام ورکړ تر ځو چی په شاولی کوټ کښی د امریکایی الوتکو تر بمبارد لاندی راغی مګر خدای پچ کی او په لس هاو ملګری یی په دغه بمبارد کښی مړه سول، د دغه بمبارد شوک تر اوسه پوری د حامد کرزی پر اعصابو خپور دی ( د کرزی د چشمک وهلو لامل هم هغه بمبارد دی) درنو لوستونکو ته ځه د سرخوږی ورکړم خو بلآخره طالبانو د کندهار ښار پریښود او د جنوب د خوا د ګلا آغا شیرزی چرسی او پاکستانی ملیشه او د شمال د خوا ځخه د کرزی په ملتیا قومی ملیشه د کندهار ښارته ننوتل.
پس له هغه نه د بن په کرغیړنه غونډه کښی کرزی د موقتی اداری د مشر په توګه وټاکل سو اوامریکایانو په اشاره او قومانده تک او تنها او یوازی د بګرام هوایی ډګر ته ولاړ او د هغه ځای ځخه کابل ته ولاړ .
کابل ته د رسیدو سره خوارکی د غربیانو د لاوډسپیکر دنده تر لاسه کړه، هغه په دی معنی چی د امریکایانو ستراتیژی یی بی له کوم چون او چرا پلی کول، که هغه د وطن په زیان وه یا د پښتون په زیان وه او یا هم د ده په خپله زیان که به چا په استدلال هم و دی ستونزو ته متوجه هم کړ نو ده به ورته وه ویل چی دا کار زه ده مسلحت لپاره کوم ، مګر تر پایه پوری چا دا وه نه سوای کولای چی معلومه کړی ، کوم مصلحت؟؟؟.
که کرزی ته وویل سول چی باډی ګارډان دی امریکایی وی ، ومنل سوه،
کرزی ته وویل سول چی ټول حکومتی پوستونه دی د شر او فساد و بګیلانو ته وسپارل شی ده ویل هو، په بهر او داخل کښی دی ټول حساس پوستونه شر او فساد ته ورکړل سی ( همه دغه شر او فسادیان دی چی د کرزی اداره یی د دنیآ تر ټولو د فاسدو ادارو په ډله کی راوستلی ده).
ورته وه ویل سول چی حربی پوهنتون دی د مینځه ولاړ سی او د هغه پرځای دی دری میآشتنی کورس جوړسی ده ویل هو،
ورته وه ویل سول چی د انګریزانو قتل ګاه یعنی شیرپور دی د مینځه یوړل سی ، ده ویل ولی نه باید د مینځه یووړل سی.
او د نمرو په ډول دی د ده شواری نظار او افغان ملتیانو تر مینځ ترکه سی ، ده ویل هو ترکه دی سی ، ځکه چی دا د دو د نیکونو میراث دی!!!
ورته وه ویل سول چی افغانستان و ډیر پوځ ته ضرورت نه لری او ۷۰ زره یی بس دی ، ده ویل هو،
بیآ ورته وه ویل سول چی نه ، اویا زره لږ دی دری لکه صحیح دی ده ویل هو،
چی ورته وه ویل سول چی اءتلافی یا بهرنی ځواکونه په اصطلاح د تروریزم سره د مبارزی لپاره افغانستان ته راغلی دی ، ده ویل هو،
بیآ ورته ورته وه ویل سول چی همدغه ځواکونه وه شمال ته په هلیکوپترو کښی وسله وال مخالفین لیږدوی ، ده ویل هو لیږدوی یی،
کله نا کله چی به خوار کرزی دا فکر وکړ چی او سړی ته خو د یو هیواد ولسمشر یی یوځه ځان وښوروه سیاست وکړه نو پر ځای به ټینګ کښینول سو( په ۱۳۸۴ کښی خورکی امر وکړ چی د ښار د سړکونو نه دی دا سمټی خنډونه لری شی مګر د دی خوار ولسمشر دغه فرمان حتی یوه مانع هم لیری نه وسوای کولای.
کله کله چی به یی زړه ډیر درد وکړ نو آن د تلویزیونونو د کمرو و مخ ته به یی وژړل،
که د کرزی بیچاره د غه شا او خوا اته کلن مشرتوب ته وکتل سی نو پر ده خوار باندی د سړی زړه سوځی.
دغه دومره تابع او خبره منونکی انسان چی شاید ساری یی په ډیرو انسانانو کښی نه وی په دی ورستیو کښی د یو فاسد شخص په نامه او یا هم د فاسد ملګری په نامه یادیږی. د چا لخوا ؟؟
د ناځوانه انډیوال له خوا !!!
دومره پاکه شاګردی چی کرزی وکړه شاید بل ځوک یی وه نسی کولای هیځوک پر کرزی باندی د غلا حتی تور هم نه سی لګولای ـ( دا چی وروڼه یی تر خپل وسه استفاده کوی هغه جلا خبره ده) مګر بیآ هم ناځوانه یار یی اوس د پښو لاندی خاوری کاږی او قسم قسم خبری پسی کوی.
دا ناځوانه یار چی کولای سی دغسی کس ته شا کړی او هغه د خلکو خبره ( د خدا او راستی پر میدان) یی پریږدی نو زه او ته به ځه یو.
امریکایان په خپل دی کارونو سره خپل نوکران په غیر مستقیمه توګه وه دی ته متوجه کوی چی موږ نه سو کولای تاسو ټولو ته د امریکا ویزه درکړوه او د افغان د ولس د قهر نه مو وژغوروو. د دوی دغسی ځرګندونی په ضمنی توګه دا معنی لری چی هغه وخت لیری نه دی چی تاسی به یوازی پریږدو . او که عقل در پکښی وی نو پر موږباندی د تکیه نه ځان پری کړی( لکه یو کوچنی چی د مور د شیدو نه پری کیږی) کوښښ وکړی په ولس کښی د پښی ځای پیدا کړی.
د ولس په درد ودردیږی !
د ولس سره پخلا سی !
وسلام