زما ښاره، زما کوره
زما ميني، زما ګوره
تر تاجاراو صدقه سم
ترتا وګرځم، ايره سم
بيا د کوم يزيد له قهره؟
داسي سوځې په لمبوکښي
بيا د کوم فرعون غضب دئ؟
چي را اوري ستا کوڅوکښي
دښت و غرونه دي لړزيږي
کور وکلي دي غړمبيږي
څه ناتار دئ؟
څه قيامت دئ؟
څه ښورښ دئ؟
څه بلوا ده؟
دچا ماتي ککرۍ دي
د چا سره دي ځګيرونه
هره خوا چغي، نارې دي
کور په کور دي جنازې دي
تا کښي بيا مندي بوريږي
تا کښي بيا خوندي کونډيږي
پر تا څه د غم شېبې دي؟
پر تا څه توري تياري دي؟
د ميرويس و احمد کوره!
ته اشرف وې د ښارونو
ته ډېوه د ملتونو
ته غښتلی، ازاده وې
ته مخکښ د غورځنګونو
ستا جنډه به رپېدله
پر ملکونو، ولسونو
څو يې زړه د زمری نه وای
چا په بد نظر ستا لورته
یو شېبه هم نه کتله
چي سل زړونه بې يو نه کړه
ستا پر خوا بې نه دانګله
څنګه خوار، څنګه لتاړ سوې!
د زمريانو له نېستييه
د بابا توره دي ورکه
د ناکسو په لاسونو
بې څښتنه، بې مالک يې
د هر چا پر تا ټوپونه
د پردو په لاس کي پروت يې!
خود به سوځې په اورونو
کشکي مړ وای چي مي نه ليد
ستا د غم او درد حالونه