نن سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې د پکتياد زرمت ولسوالی د دولت زيو په کلی کې د بهرنيو ځواکونو په هوايې بريد کې يو تنه وژل شوي او يو بل تن ټپی شوی
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون شمشاد ته وه ويل چې چې نوموړې کسان وسلوال طالبان وه او غوښتل يې چې په سړك ماين ځاي پر ځاي كړي چې د بهرنيو ځواكونو له خوا په ډزو ويشتل شوي دي .
وسلوالوطالبانو د پيښې په اړه څه نه دې ويلي .
د پام وړ ده چې زرمت د مركز ګرديز په لويديځ كې پرته ولسوالي ده چې ډيرې وخت ترې نه دې تاوتريخوالي رپوټونه وركول كيږي .