کور / راپور / پیسې نه غواړو،قاتلان دي مومحاکمه سي !

پیسې نه غواړو،قاتلان دي مومحاکمه سي !

 

دروان کال دفبروري پر۱۲مه نېټه دپکتیاولایت مرکزګردېزاړونددخټاوې په کلي کي دیوې کورنۍ پنځه تنه غړي هغه مهال ووژل سول چي، یرغلګروځواکونویې پرکورپه نیمه شپه کي یرغل وکړ.په وژل سووکسانوکي دوه وروڼه داوداوظاهر(چي په حکومت کي یې دندي هم لرلې )اودهمدې کوردرې میرمني شاملي وې .داوددهمدې ولایت دزرمت ولسوالۍ دملي امینت د مدیرپه حیث  اوظاهربیاداحمدابادولسوالۍ دڅارنوالۍ دمامورپه توګه  دنده ترسره کوله .په همدې شپه د داوددزوی دزوکړي په مناسبت میلمستیاجوړه سوې وه .چي ناڅاپه دیادي سوي ویرلړلي پیښي ښکار سول .دپکتیاوالي جمعه خان همدرددنوموړي پیښي دغندني ترڅنګ زیاته کړه چي امریکایې پوځیان ددوی دمشورې اوخبرتیاپرته راغلي اوعملیات یې ترسره کړي وو .

دمارچ پر۲مه له کابل څخه وسیمي ته دهمدې کورنۍ سره دمرستي اوخواخوږ ۍ په موخه یوپلاوی چي ،مشري یې دکرزي دقومي چاروسلاکارامان الله ځدران کوله راغلی ؤ.پلاوي دمقتولي کورنۍ مشرشراف الدین ته دکورنۍ دهروژل سوي غړي پرسر۱۰۰زره افغانۍ اودهرژوبل تن پرسر۵۰زره افغانۍ ورکړې . خوشراف الدین دپلاوي په اصطلاح مرسته ردکړه اودخپلي کورنۍ دوژونکودمحاکمې غوښتنه یې وکړه . هغه په داسي حال کي چي ستونی یې بند- بندکیده په ژړغوني اوازنوموړي  پلاوي ته وویل چي  : «ایاداپیسې ماته زماوژل سوي زامن راژوندي کولای سي »!؟.

دانديښنې وړده  چي، په حکومت پوري دتړلوخلګودغه حال وي نودهغوزرهاوو بیچاره هیوادوالوچاره دي خدای ج وکړي ، هغه دچاخبره چي :« نه پر اسمان ستوری لری اونه پرمځکه سیوری »چي  نه مړونه لري اونه هم نوټونه ،نه یې حکومتي پلاوي مرستي ته ورځي اونه یې هم ږغ ته څوک غوږنیسي ،بلکي  په لوي لاس دبېرحموګاونډیانواونړیوالوله لوري په یوه اوبل نوم ځورول کیږي ،بندیانیږي اوپه شهادت رسول کیږي چي یوازي دتېري (فبروري )میاشتي څرګندي  بېلګې یې دنړیوالواوکورنیومعتبروخبري سرچینودرپوټونوپربنسټ په لاندي ډول دي .

اسوشیټیډ پریس خبرورکړچي دفبروري پر۶مه  امنیتی ځواکونو د کندهار په سپین بولدک کی ۷تنه ملکیان دطالبانوپه شک هغه مهال شهیدان کړل چي د لرګيو او بوټوپه را ټولولوبوخت وو خو امنیتی ځواک پر هغوی د طالبانو ګومان وکړ او په مرمیو یې سوري سوري کړل.

دفبروري پر۸مه نېته ازادۍ رادیوخبرورکړچي ایتلافي ځواکونودکونړولایت په  وټه پورولسوالۍ کي  ۸تنې ښځي دیوهوایې بریدپه ترځ کي وژلې دي .خبرزیاتوي چي نوموړوښځودنژدې غرونوڅخه دسون لپاره بوټي اولرګي راوړل چي ،دیرغلګروله خوادمخالفینوپه شک په نښه اوګڼي کورنۍ یې دویرپرټغرکښېنولې .ناټوهم منلې چي په یاده سوې سیمه کي یې بمباري کړې ده .

خبریال لودین دفبروري پر۱۴مه په خپل خبرکي لیکي چي :د هلمند په مارجه او ناد علي ولسواليو کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د ناټو ځواکونو يوي مرمۍ دوولس ملكي وګړي ووژل وژني پر يوه كور د توپ د دوو مرميو د لګيدو له امله رامنځ ته سوي دي  په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کې ويل سوي چې دغه پېښه په ناد علي ولسوالۍ کې رامنځته سوې ده . سرچينې زياته کړه چې دوى پر هغو سيمو ډزې کولې، له کوم ځاى څخه چې وسلوالو مخالفينو پر دوى بريدونه کول، خو له بده مرغه د توپ دوه مرمۍ د ملکي وګړي   پر يوه کور ولګېدې او ١٢ عام وګړي يې ووژل . تردې پیښي دوې ورځي وروسته (دفبروري پر۱۶)مه هم په مارجه کي دایتلافي عسکروله خوادرې تنه ولسي وکړي  مړه  اودوه تنه یې ژوبل سول  .
دازادوسرچینوپه حواله  دفبروري پر۱۵مه دهلمندولایت دواشېرولسوالۍ کي  دامریکایې چورلکوله خواڅلورولسي وګړي هغه وخت تربریدلاندي راغلل اوووژول سول  چي ، په یوه سراچه موټرکې یې ددې ولسوالۍ دپایوک اوګورازان سیموترمنځ په دښته کي سفرکاوه .تردې پيښې يوساعت وروسته دشاوخواکلیوشپږتنه نوراولسي خلک په یوبل سراچه  موټرکې دهمدغومړودجسدونودراټولولو په موخه سيمي ته راغلل چې ،کله يي جسدونه موټرته پورته کړل پر دغه موټرهم دامریکايي ځواکونوله لوري ورته بريدترسره شوچې له امله يي شپږتنه نوراولسي خلک هم شهيدان شول .دسیمي خلک وايي چې دغه وژل شوي لس کسه  ټول عام خلک دي چې لومړني څلورتنه یې  دخوراکي توکودرانيولولپاره ددې ولسوالۍترڅنګ دفراه ولايت ددلارام ولسوالۍ بازارته تللي ووچې دبيرته راتګ په وخت دامریکايي چورلکوښکارشول اوټول ځای په ځای شهيدان شول .
دفبروري پر۱۵مه اسوشیټیډ پریس خبر ورکړ چي د ناټو الوتکو د کندهار د ژړۍ په ولسوالي کی پنځه ملکی افغانان  شهیدان او دوه نور یې هم ټپیان  کړل .چي بیاوروسته ناټوپیښه تائیدهم کړه اودایې یوه تېروتنه وبلله.د فبروري پر۱۷مه رسنیوخبرورکړچي دکنړ ولايت په شيګل ولسوالي کي دامریکایانود بمباريو له کبله ۲۷ تنه وژل سوي چي ځايي اوسېدونکي يې ولسي خلګ بولي.د کنړ د شيګل ولسوالي د شيلټن سيمي اوسېدونکي وايي تر نن غرمې پوري يې د لسو تنو مړي له خاورو راکښلي چي درې تنې ښځي او درې ماشومان هم پکښي شامل دي.د کونړ چارواکي د ايتلافي ځواکونو دغه بمبارۍ او د خلګو مړينه مني خو وايي طالبان هم پکښي وژل سوي دي. د کونړي امنيه قومندان خليل الله ضيائي بي بي سي ته ويلي سيمي ته يې دولتي پلاوى لېږلئ چي د ملکي کسانو د مړيني په هکله دقيق معلومات راټول کړي.

د فبروري پر۱۹مه رسنیوخبرورکړچي  د مارجې د مټوخان په کلی کی امریکایی هلیکوپترونو هغه مهال پنځه کوچنیان په شهادت ورسول چی په لوبوبوخټ وو او ناڅاپه دجورلکودډزو هدف سول 

لراوبر  دفبروري پر۲۲مه خبرورکړچي :افغان دولت ويلي چې تېره ورځ ناټو په خپلو ړندو بمباريو كې ۳۳ ولسي خلك وژلي،خوبې طرفومنابعوپه دغه پیښه کي دوژول سووملکیانوشمېر۳۷ښوولی دی . دا په يوه اونۍ كې درېيمه پېښه ده چې بې ګناه افغانان په كې وژل كيږي، او د امريكايي ځواكونو سر قومندان پرله پسې بخښنې غواړي.په وژل شويو كسان كې څلور ښځې او يو ماشوم هم شامل دي،چې د طالب سرتېرو ګومان پر شوى و.د امريكايي ځواكونو لوى قومندان جنرال سټانلي ميكريسټل، پر دې پېښه له ولسمشر كرزي څخه بخښنه غوښتې، دا په داسې حال كې ده چې ولسمشر په پرله پسې توګه له بهرنيو ځواكونو څخه د احتياط او د ولسي وګړو د وژني د مخنيوي غوښتنه كوي.تر دې پيښې يوازې يوه ورځ وړاندې په لويديځ كې د ناټو په راكټ نهو ولسي خلكو خپل ژوند له لاسه وركړى و، چې تر پيښې وروسته مک كريسټل بخښنه غوښتې وه او ويلې وه چې بيا به داسې نه كوي.پرونى پېښه هغه مهال رامنځته شوې كله چې د ولسي وګړو درې موټرې له ګوجران ولسوالۍ څخه د كندهار پر لورې روانې وې او د ناټو له خوا بمبار شوې، په دې پېښه كې ۳۳ ولسي خلك وژل شوي او ۱۲ ټپيان شوي دي.تېره پنجشنبه ناټو په كندوز كې پر پوليسو بمونه غورځولې وه چې په پايله كې اووه پوليس له منځه ولاړل.د روانې عيسوي مياشتې پر پنځلسمه ناټو وويل چې دوى په لويديځ كې په تېروتنه سره پنځه ولسي كسان وژلي او دوه يې ټپيان كړي دي.په افغانستان كې په ړندو بمباريو كې د ولسي وګړو د وژنې دا لړۍ له كلونو راهيسې روانه ده، چې وروسته يې بهرني ځواكونه بخښنه غواړي او ولسمشر حامد كرزى يې د څيړنې لپاره يو پلاوى ور لېږي.

دفراه بکواه ولسوالی ګڼو قومی مشرانوپه ټلفون سره دجمعی په شپه ازدۍ راډیوته وویل چي :  دایتلافی ځواکونوله خوابکواولسوالی کی ۳۷تنه ولسی خلک وژل سوي دي .دحاجی امان الله په نوم یوه ځایی مشر زیاته کړه دوه میرمنی اویوم ماشوم نورټول دبیلابیل عمرلرونکی دی ده وویل عملیاتوکی ۴تنه طالبان هم وژل شوی دی.دفراه امنیه چاروقوماندان فقیرمحمد عسکردلته عملیات تائید کړه وژل شوی کسان یی ۲۰تنه اویومخ طالبان وګڼل.خوولسی خلک وایی و الی اونورودولتی چارواکوته یی هم شکایت کړی او دپیښی دثبوت لپاره یې سیمی ته یودولتی اویاغیردولتی پلاوی غوښتنه وکړه  څودنوموړي پیښي قربانیان چي ټول ملکی هیوادوال دي له نژدې څخه  وګوری.

دبهرینوځواکونودعمومي قوماندان جنرال مک کرسټل دنوي اعلان سوي پالیسۍ په اساس نوربه اشغالګر پوځیان دشپې له خواد شدیدضرورت څخه پرته دافغانانوپرکورونویرغل نه وروړي اوکه احیاناجدي اړتیایې پیښه سي نودافغان عسکروپه ملتیابه عملیات ترسره کوي اودهیوادوالوکورونوته به لومړی افغان پوځیان ورننوځي مګر مک کرسټل داهم پسي زیاته کړه چي دشپې چاپې یې دمخالفینوپه وړاندي یواغېزمن اوګټور تکتیک دی .
پوښتنه داده چي مک کرسټل به ترکومه حده همداپالیسي عملي کړای سي، ځکه چي ده (سټنلي) اودده څخه مخکي نوروجنرالانوبه هم وخت په وخت په ځانګړې توګه کله چي به یې په عملیاتوکي ملکي افغانان شهیدان اوټپیان سول ورته ژمني تکراررولې .خووروسته به بیاهم همغه بمبارونه ،زندانونه اودشپې له خوادهیوادوالودکورونوبې باکه پلټني اووحشيانه  کړني وې چي، په  وارو- وارویې خلګو پرضدلاریونونه وکړل ترڅودډیموکراسۍ اودبیان ازادۍ څخه په ګټه اخیستنه خپل ږغ ترچارواکواونړیوالوورسوي اودهمدې لاري خپل حقه حقوق ترلاسه کړي . ولي په خواشینۍ سره چي نه یوازي داچي نړیوالو یې په آه، وفریادغوږونه ګاروه ،بلکي په لوي لاس به دډیموکراسۍ دپوځیانوله لوري دسپکواودرنووسلوپه ډزوپه نښه  سول چي په پایله کي به یې ولس  دناورین دمخنیوي په هڅوکي په بل غم واوښت .
دمککرسټل دنوي پالیسۍ ددې غونډلي څخه  چي، دشپې چاپې یې دمخالفینوپه وړاندي یواغېزمن اوګټور تکتیک دی برېښي چي نورهم غواړي دشپې اوورځي له خواخپلو تلاشیواوبمباریوته دوام ورکړي  اوپه خاص ډول د واشنګټن پوسټ ورځپاني دهغه خبرڅخه چي دیوامریکایې جنرال جین هیکس په حواله لیکي چي : امریکاغواړي ددوی له لوري دوژول سووملکي افغانانوکورنیوته تاوان ورکړي .ورځپاڼه دجین هیکس له خولې زیاتوي چي :« دهروژل سوي افغان پرسربه له ۱۵۰۰څخه تر۲۵۰۰ ډالر،دهرژوبل سوي پرسربه له ۶۰۰څخه ۱۵۰۰ډالر،دهرتباسوي موټرپرسربه له ۵۰۰څخه تر۱۵۰۰ډالر،اوهربزګرته به یې دمځکي دزیانمنیدوله کبله له ۵۰څخه تر ۲۵۰ډالرتاوان ورکړي » .
خوافغانان بیادیرغلګروله خوادخپلوسرونواومالونوپر پورته ټاکل سوي قیمت سخت په غوسه سوي دي اودایې دټولوبین المللي ،مدني اوبشري ارزښتونومخالف  اقدام اوعمل بللی دی  اودخپلوکورنیودوژل سووغړوپه بدل کي دپیسواخیستل دمړواوژوندو،دین اوکلتورسپکاوی ګڼي .افغانان دملګروملتونواودبشري ارزښتونو دفاع سازمانونوڅخه غوښتنه کوي چي ،قاتلان یې دمحاکمې میزته راکش اوقانوني چلندورسره وکړي  ترڅودمظلومانو دحقونوداعادې او دظالمانواووژنکودپندوعبرت سبب وګرځي .
منابع : [بي بي سي ،پژواک اژانس ،لراوبرویپپانه ،بینوا،ټول افغان ]