د روهي ادبي بهير د پنځم کال دويمه او پرله پسې ( ١٩١) غونډه د کندهار ادبي دربار د غونډو په تالار کې د شاعر او ليکوال حليم شلمزي په مشري جوړه سوه. چې مېلمه يې د کابل څخه راغلى مېلمه مشر شاعر نعمت گل پرگنيز و.
غونډه د ښاغلي حاجي رحمت الله رحماني په پيليزه وينا د ماپښين پر ٣ بجې او ٣٠ دقيقې پيل سوه.
حاجي رحماني د روهي ادبي بهير پر لاسته راوړنو رڼا واچوله، ده وويل چې په کندهار ادبي دربار کې د شعر پېژندني او موسيقۍ د کورسونو پېل په دغه سيمه کې د هنر او فرهنگ د ودي په لار کې لوى گام دى.
ور پسې ډاکتر احسان الله درمل د تيري غونډي گرازش ولوست، د کره کتنې په ترڅ کې گرازش پوره وستايل سو.
بيا د حاجي رحمت الله رحماني پر غزل کره کتنه وسوه. د ده شعر د رحمان بابا تر اغېز لاندي له صوفيانه کيفيت څخه ډک وبلل سو.
ډاکتر درمل يې د الفاظو موسيقي وستايله خو ده يې دوه بيتونه له تفننه ډک وبلل چې پېغام يې ښه روښانه نه و، خو په مجموع کې وستايل سو.
وروسته ٣٢ تنو شاعرانو شعرونه وويل او د مشاعرې په منځ- منځ کې د ( کامران پروډکشن ) له خوا يوه طنزي تمثيلي ننداره وړاندي شوه او د گډونوالو په خنداوو او چکچکو بدرگه سوه. د ډرامې موضوع نالايقه ډاکتر و چې د پيسو لپاره د خلگو ژوند تبا کوي .
په ورستيو کې د غونډي مشر حليم شملزي غونډه و ارزوله، ويې ستايله او خوښي يې وښودله. ده د خبرو په يوه برخه کې وويل چې اديب د ټولنې هنداره نه ده چې کټ مټ واقيعتونه منعکسوي. بلکې د هنرمن په لاس کې چکش دى چې د ټولنې پيکر ورباندي تراشي او د خپلې طبعي سره سم يې جوړوي .