کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې په کابل کي افغانان دخارجي سفارتوقرباني کیږې .؟؟؟؟

ولې په کابل کي افغانان دخارجي سفارتوقرباني کیږې .؟؟؟؟

ولې په کابل کي افغانان دخارجي سفارتوقرباني کیږې .؟؟؟؟

لکه دافغانستان دولت  چي دملت دنورولاروچاروپه نتنظیمولو کی پاته راغلې دی اوپه هیځ ځانګه کې  داسي لاسته راوړنه نه لرې چي هغه دې دملت دپاره دیادوني وړوې  همداسي په ښاري خدمتونواوچوپړې کی خوبیخې په صفر کی قرارلرې .  کابل دافغانستان مرکز دې او دخپلې طبیعی ښکلا له پلوه دنړې دډیروښکلوښاروله جملې نه یوهم کابل دې .خوافسوس دادي چي ښکلې اوتاریخي کابل دتاریخ په اوږدوکی تراوسه هم داسې واکداراوداسې مالک نه دې موندلې چي هغه همداسي ښکلې اوسرلوړې اوښاغلې وساتې . داصحابوکرامورانیولې بیا تراوسه کابل دډیروسترحماسو شاهدد ې  دبده مرغه نن  ترټولوښارووران ویجاړ . سرڅوړې ښاراودپردودهوااوهوس اوبدمعاشی کوردې  ښایسته کابل ته نه یوازې  خپله ښکلا  بلاجوړه سویده بلکه اینده ېې یوه  خطرناکه معما جوړه سویده . نه یوازې دکابل سینه په پردیوتوبونواوبمونوسورې سورې ده بلکه دکابل مظلوم اوبی چاره اوسیدونکی هم هرورځ دمرګونواوچاودنوښکار دې . اودپردویوسفارتونواورقابتونوپه اورکې سوځی  دنړې ټوله بد رنګه اوبد معاشان اوس دښکلي کابل په سینه لوبی کوې راځودې خبرې ته ولې دکابل مظلوم ښاریان دخارجی سفارخانوقربانی کیږې .؟

لومړې : اول خوپخپله کابل  دغافلو ، عاطلو، باطلو، جاهلو، خرڅ سؤ واکدارانواو ښاروالانولخوا ځوریږې .

دوهم : په کابل ټولې سفارتخانی په ډیره بې نظیمی اودښارپه ګڼه ګڼوسیموکی پخپل سرموقعیت لرې . تاسی وګورې دپاکستان سفارت ، دهندوستان سفارت ، دامریکا سفارت ، دجرمنی ، ایران ، چین اونورسفارتونه دکابل دښارپه زړه اوکابل ښارپه لویوځلورلاروکي  داسي پراته دې  چي هم ېې ټولې لارې بندې کړې دي  اودکابل ټولوښاریانو، ترانسپورت ، کاروبار،  ښوونی اوروزنی . صحت تلوراتلو، امینت ، دهواوککړتیا حتی کلتوراوفرهنګ اودژوند ټولوچاروته ېې سخت زیان رسولې دي .  دکابل ښارنیم سفارتخانونیولې دي ، نیم ېې ددوي امنتی پوستونیولې دي  ، سړکونه اوپلې لارې ېې سمیتودیوالونیولې دي . دکابل په ښارکی نورخولاپریږده چي دافغانستان دخلګوژوند ېی دډیروننګونوسره مخامخ کړیدې ،  داوسیدودکورو ، ددولتی ادارو، دلویومارکیتو، لویولاروکي اصلا دسفارتخانوموجودیت  په اوسنیوشرایطوکی یوه ستر ه فاجعه ده  هره ورځ دهرسفارت مخ ته چي حمله کیږې په لس ګونومظلوم ښاریان دمرګ کندې ته لویږې  اودکابل هرکورې ېې دویراوغم په اوښکوکی لمبولې دې . خودبده مرغه ددولت په سیاسي  اوامنیتی کړیو نه په سیاسي ګوندونو کی  نه په مهموشخصیتونوکی دومره عقل اودومره زړسوې  دوطن دوستی اوملت پالنی  حس نسته اونه ېې دې ته پام دې چی ترځوبه زموږځوریدلې خلګ دپردوسفارتوخانودرقابت اوبدمعاشی قربانې وې .. کله چي په یوه هیواد کې دځلویښتوهیوادولښکرې پرتي وې اوټول اسخباراتي شبکی ېې فعالې وې اوحتی اکثره وزیران اودولتې لوړرتبه چارواکی دهغوې نوکران وې . دبلی خوادلته دګاونډیانودخپل منځې سیالیواوربل وې  دکابل پرزړه دسفارتخانوقبضه وې . اوپرسرکانوېې دناتوسرتیرې پرته له کوم عاجل ضرورت نه فالتوګزمی روانی وې  پریوه سرک ځې ابربل راځې اوهرلحظه ددوی پرضد دځان وژنکوحملوخطره وې . اوددوي له لاسه زموږ مظلوم خلګ ، ماشومان ،  نراوښځی وزل کیږې خوبیا هم دابی زړسویه دابې عاطفی مشران اوواکداران دافکرنه کوې چي داځه کیږې ؟ولي کیږې ، دحل لاره ېې ځه ده ؟

په ټوله نړې کی دیپلوماتیکي سیمی ، خصوصا سفارتخاني په یوه خاصه سیمه کی وې  دخلګوداستوګن ځایونو، هوټلونو. مارکیتونو، وزارت خانو، اولویولارو، اوترافیکی ګڼوګنه نه  جلا وې  دد ی کارځوګټی دی .

لومړې :  دهغی سمیي امنیت ډیراسانه ساتل  کیداې سي ،

دوهم :  هلته دهرچا دتلواوراتلوضرورت نسته یوازې هغه کسان چي ضرورت لرې دورتلوپه حال کی ترځارنی اوتلاښی لاندی اسانه راتلې سی . یوه ورځ  مي دیوه محصل سره کارؤ اودلیدووعده مي ورسره  وه هغه ډیرناوخته راغلي ماتري پوښتنه وکړه چي ولې وځنډیدې هغه دخلګوپه مخ کي په ډیره جګه غاړه راته وویل چي دپلانکی هیواد دسفیرسره مي ملاقات ؤ ماتري پوښتنه وکړه چی ته څه کاره ېې ؟دیوه محصل دسفیرسره څه کاردې ؟. دلته وزیرخارجه دڅه دپاره ناست دې ؟چي دسفیرانوسره محصلین ګورې ووزارت خارجه څه کارکوې ؟ماورته وویل چي که ماقدرت درلوداې ته به مي همدانن له پوهنتون نه شړلې واې . ستادنده جاسوسي نه ده ته باید خپل تحصیل وکړي نه داچي دسفیرانوسره وګورې  . هغه ته زماخبروخوند ورنه کې ځکه ېې راته وویل چي زه یوغریب سړې یم که جاسوسی هم کوم ددې دپاره به یی کوم چي یوخارجي هیوادته ددې غمونه ځان وباسم ته که غښتلې سوې دابی تنخوا وزیران اووالیان چي ډوډې زموږخورې ، تنخوا زموږاخلې اوجاسوسی پردوته کوې . تا سي دابي تخواجاسوسانومخه ونیسی .

دریم : دکابل دمظلوموښاریانودمرګ ژوبلی ، دکاروبار ، دلارودبندیدو، اوامنتت اودبی ګناه خلګودبي ځایه تلفاتومخه نیول کیداې سي .
 ځلورم : دښاردهوا دککړکیدوبه مخ نیوي کی ډیره مرسته کولاې سی ،

ځلورم : دسفارت خانوته دتلوراتلو دلارو اوشاوخوا امنیت اسانه ساتل کیداې سي ،

پنځم : دکابل ښارپه دننه کي  دډبرګڼه ګوڼي اوترافیکی لارودمشکلاتوپه کمولوکی مرسته کولاې سی ،

شپږم : دځینومغرضوسفارتخانودلاس وهنی اودهغوی دجاسوسي فعالیتونوپه ځارنه کی مرسته کولاې سي .

اوم  : وخلګوته دځینوغریبوخلګوته دکاروبارزمنیه برابریداې سی .

اوس ځو لاری دې لارې دی یا دي داسفارتونه مهربانې وکړې دخپل قانونی حریم دباندې دي دعامه لارواوسړکونودبندولومخه  ونیسي  اوامنتیتی تدابیردې پخپل حریم کی ونیسی هلته دننه که سمیتی دیوالونه جوړوې اوکه امنتی پوستي خووعاموخلګوته دې ستونځې نه جوړوې . دوهمه خبره داده چي دوې  ته دې دکابل ښاردباندې دولت ځمکي ورکړې اوخپل سفارتونه دې هلته جوړکړې اویا دکابل دښاریانونه دامرکزې کابل ټول رانیسي چي داخلګ ددوی له شره په امان سي . اوکه نه دټولوسفارتخانوپه هکله وروروخلګ ډیربد ذهینت پیداکوې  اودابه لاپیسي ډیرسې . وسلام  ــ