کور / تازه خبرونه / کندز: پر ١٣ انکشافي پروژو کار پيل شو

کندز: پر ١٣ انکشافي پروژو کار پيل شو

په کندوز ولایت کی13 انکشافی پروژو باندي په شپږگونو ولسوالیوکی کارپیل شو.
دکندوز ولایت دکلیوپراختیا ریاست اعلان وکړ، چی دکلیو اوپراختیا وزارت له لوری په یاد ولایت کی د4 لکه امریکایی ډالرو په لگښت 13 دسړک جوړولو پروژی، 30 څاگانی او یو د اوبو رسولو شبکی باندی کارپیل شو .
دیاد ولایت دکلیو پراختیا رئیس عبدالرب حکیمی خبریالانو ته وویل چی ددغه 13 پروژوڅخه به 30000 کورنۍ گټه تر لاسه کړی. اودا به ډیرو بی روزگاره وگړو ته د کارمناسبه زمینه برابره کړی.
دامهال په یاد ولایت کی ډیری خلک بی روزگاره دی، چی یوتن ددغی ډلی نه عبدالله دی چی هرورز چوک ته دکارموندنی لپاره راووزی خو ولی ډیری وختونه کارورته نه پیداکیږی. دکار ستونزه نه یوازی داچی په کندوز کی شتون لری بلکه په ټول هیواد کی وگړی ورسره لاس اوگریوان دي. چی تراوسه افغان دولت دغی ننگونی ته دحل کومه لازمه لاره نده موندلې.