کور / تازه خبرونه / د اړيکو د سستوالي مسئوليت د امريکا پر غاړه دئ

د اړيکو د سستوالي مسئوليت د امريکا پر غاړه دئ

د چين لومړى وزير وين جياباو وايي ټايوان ته د امريکا له خوا د وسلو ورکول، د چين د ملي امنيت دپاره خطر دئ او دغه هيواد له امريکا څخه ډېر ناراضه دئ.
نوموړي وويل امريکا د چين پر ناراضۍ سربېره ټايوان ته وسلې ورکوي او همدا راز ولسمشر اوباما د تبتيانو د بېلتونپال غورځنګ له مشر دلاى لامه سره وليدل.
نوموړي وويل دى هيله لري چي اوباما به له چين سره مخ پر ځوړه رواني اړيکي بيرته غښتلي کړي، خو که داسي ونسي نو مسئوليت يې د امريکا پر غاړه دئ.