کور / تازه خبرونه / د کندهار والي د مرکز څخه د عسکرو غوښتنه وکړه

د کندهار والي د مرکز څخه د عسکرو غوښتنه وکړه

د کندهار والي توريالي ويسا نن د يکشنبې په ورځ يوه خبري کنفرانس ته وويل له مرکز څخه يې د نورو امنيتي کسانو د رالېږلو غوښتنه کړې او د بهرنيو ځواکونو سره يې هم د ښار پر امنيت خبري شروع کړي دي.
پوهنوال توريالي ويسا وويل د برايي ماخستن په چاودنو کي ٣٣ تنه مړه او ٥٣ تنه ټپيان دي، خو د ميرويس روغتون ډاکټران د مرګ ژوبلي کچه تر دې لوړه بولي.
د ښاغلي ويسا په وينا په ٣٣ مړيو کي ١٠ تنه د يوه واده ګډونوال وو، چي پر علامه حبيبي واټ د زرنګار سالون او قومندانۍ ترمنځ په چاودنه کي وژل سوي دي.