کور / تازه خبرونه / روسيه او امريکا د اټومي وسلو د کموالي تړون لاسليکوي

روسيه او امريکا د اټومي وسلو د کموالي تړون لاسليکوي

په روسي مطبوعاتو کي راغلي خبرونه د ولسمشر ديمتري ميديوف او ولسمشر اوباما ترمنځ د يوه ټليفوني تماس په حواله وايي چي دواړه مشران د اټومي وسلو پر کموالي سره صلاح سوي دي.
د راپورونو له مخي را روانه اونۍ به د امريکا د خارجه چارو وزيره هيلاري کلنټن له ماسکوى څخه ليدنه وکړي او د دې تړون د حتمي لاسليکولو نور پړاوونه به تېر کړي.
د روسيې او امريکا ترمنځ د اټومي وسلو د کمولو تړون په ١٩٩١ کال کي لاسليک سوئ وو، چي تېر کال په ډسمبر کي پاى ته ورسېدئ.