کور / تازه خبرونه / د کندهار ښار د ۴ چاودنو تلفات ۳۰ ته ورسېدل

د کندهار ښار د ۴ چاودنو تلفات ۳۰ ته ورسېدل

اسوشیټیډ پریس او رویټر په خپلو تازه راپورونو کی خبر ورکړ چی د کندهار څو ساعته مخکی چاودنی څلور واړه انتحاری حملې وې چی لږ تر لږه دیرش کسان پکښی وژل سوي او څه باندی ۵۰ نور یې هم ټپیان کړي دي . راپور د حامد کرزي د ناسکه ورور احمد ولی له خولې لیکی چی د حملو اصلی هدف محبس و خو بندیان نه دي تښتېدلي . هغه وویل چی بله چاودنه د پولیسو د قوماندانۍ تر خوا وسوه چی تر څنګ یې د واده سالون و او هلته تلفات پېښ سوي دي . راپور وایی چی تر اوسه د څلور پولیسو مړینه تایید سوې ده . د روغتون ریس عبدالقیوم پخلا وویل چی تر اوسه ۲۷ مړي او ۵۲ زخمیان روغتون ته راوړل سوي دي چی پولیس او ملکی خلک دواړه پکښی شامل دي .
امریکایانو د ځایی چارواکو په غوښتنه مداخله وکړه او سیمه یې تر کنټرول لاندی راوستله . طالبانو د نننۍ حملې مسؤلیت قبول کړ خو دا یې نه دي ویلی چی هغه انتحاری حملې وې بلکی صرف د چاودنو او مخامخ جنګ خبر یې ورکړ. او وایی چی لومړۍ چاودنه د محبس سره ، دوهمه د امنیه قوماندانۍ مخته ، بله د ولایت د مقام تر خوا او څلرمه هم د ولایت د مېلمستون مخته وسوه .