کندهار ښار نن ماخستن په سيمه ايز وخت څه کم اته بجې څلورو پرله پسې چاودنو ولړزاوه او نژدې سلو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله ، په کندهار د لراوبر همکار عزيز الله پوپل د پېښي لږ وروسته په دې اړه داسي وايي :
لومړۍ چادونه په سرپوزه کي د کندهار محبس مخ ته
دوهمه چاودنه د امنيې قومندانۍ دروازې مخ ته
دريمه چاودنه د عيدګا دروازې او سرې مياشتي ددفتر مخ ته
او څلورمه چاودنه دهرات دروازې څخه څو سوه متره لرې د عامي روغتيا رياست ( ملکي روغتون ) مختي ته وسوه .
د عامي روغتيا ريس ډاکټر قيوم پخلا وايي چي په دې چاودنو کي تر اوسه په دقيق ډول ۳۵ کسان وژل سوي او ۴۵ نور زخميان سوي دي ، د پېښو زياتره قربانيان عام وګړي دي . د ولايت مقام هم دمرګ ژوبلي ددې شمېرو پخلی کوي .
د عامي روغتيا ريس لراوبر ته وويل چي د کندهار د عامي روغتيا رياست د ويني بانک او ميرويس روغتون د ويني بانک زېرمه سوې وينه يې د نن د پېښو قربانيانو لپاره کارولې ده خو لا ډيري نوري ويني ته هم اړتيا لري ، د کندهار راډيو او تلويزيون ځوانان د وينو ورکولو ته رابولي ، د ژوبل او وژل سوو کسانو خپلوان او يو شمېر نور کسان د ژوبل کسانو لپاره د ويني ورکولو مرسته کوي ، دعامي روغتيا ريس ښاغلی پخلا وايي دغه مهال چي په کندهار کي دماخستن يوولس بجې کيدونکي دي له څلور پنځوسم نفر څخه د ژوبل کسانو لپاره وينه اخلي .
د کندهار ولايت مقام او امنيې قومندانۍ چارواکي وايي چي طالبانو غوښتل د درې کاله مخکي غوندي يو ځل بيا د کندهار محبس مات کړي او ټول زندانيان وباسي ، ځکه يې د ښار په بېلابېلو برخو کي ځانمرګي بريدونه ترسره کړه چي د امنيتی کسانو پام يوې او بلي خواته واړوي خو دچارواکو په وينا چي طالبان داځل د محبس په ماتولو کي ناکامه سول .
طالبانوتر دې مهاله ددې خونړيو چاودنو په اړه چي په سلګونو کورنۍ يې د غم پر ټغر کښېنولې څه نه دي ويلي . په دې څلورو ځانمرګو بريدونو يا چاودنو کي د کندهار محبس مخي ته او د کندهار قومندانۍ مخي تر نورو درندې او زيات ملکي تلفات يې واړول ځکه چي په دغو سيمو کي په زيات شمېر کورونو او دکانونو تر څنګ زياتو کسانو تګ راتګ کاوه .
د کندهار محبس مخې ته په لسګونو دکانونو او کورونو اوسيدونکو ته د ځاني زيان ترڅنګ زيات مالي زيان هم اوښتی دی . د محبس د مخ دکانونه سوځلي او نړيدلي دي ، د محبس شاوخوا يو شمېر کورونه نړيدلي يا يې ښېښې او کړکۍ ماتي سوي دي .
د ښار ټولي لاري او سړکونه دا مهال د پوليسو او ملي اردو ګزمه والو موټرو لخوا تر څارني لاندي دي ، د ولايت مقام چارواکي وايي چي د ژغورني امله د بريدونو له ځايونو څخه د مړو او ژوبل سوو کسانو د راايستلو په چارو بوخت دي ، ګمان کيږي چي اوس به هم يو شمېر کسان تر نړيدلو دکانونو او کورونه لاندي سوي وي او په دې سره به د مرګ ژوبلي شمېره چي تر اوسه پوري ۳۵ مړي او ۴۵ ټپيان ښودل کيږي نوره هم لوړه سي .
عزيز الله پوپل – لراوبر ډاټ کام ( کندهار )