اسوشیټیډ پریس د کندهار څخه په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن مازیګر د کندهار په ښار کی څلور درنې چاودني وسوې چی تر اوسه یې د تلفاتو په هکله پوره معلومات نه دي ورکول سوي . لومړنی بم د یو هوټل تر څنګ وچاودېد ، دوهم بم د محبس سره وچاودېد ، درېیم بم د یو مسجد تر خوا منفلق سو او څلورم بم هم په یو څلور لارې کی وچاودېد . د پولیسو موټرونه او امنیتی کسان دوری هوری ځغلی . تر اوسه چا د دې چاودنو مسؤلیت نه دی قبول کړی . خبر زیاتوی چی ښایی تلفات ډیر پیښ سوي وی خو ځایی مقاماتو دا خبره پټه ساتلې ده مګر وروسته به هرڅه روښانه سی .