کور / تازه خبرونه / ناټو د ملکی خلکو د وژلو پر درواغو اعتراف وکړ

ناټو د ملکی خلکو د وژلو پر درواغو اعتراف وکړ

ټایمز آنلاین نن د ناټو له قوله ولیکل چی یوه میاشت مخکی ( یعنی د فبرورۍ پر ۱۲مه ) چی د پکتیا په ګردیز کی امریکایی پوځیانو پر کوم کور د شپې حمله کړې او پنځه کسان یې وژلي وو ، هغوی ټول ملکی انسانان وو . په هغه حمله کی دوه نارینه او درې ښځي وژل سوي وې خو ناټو ادعا کول چی موږ ګواکی پنځه طالبان ووژل . ناټو ایله اوس د فشارونو له امله اعتراف وکړ چی هغوی طالبان نه بلکی ټول ملکی انسانان وو . د نارینه وو څخه یو یې پولیس و ( چر تر وژل کېدو مخکی یې پر امریکایانو نارې وهلې چی موږ حکومتی خلک یو ) او دوهم یې په څارنوالۍ کی مامور و . اوس امریکایانو د هر مقتول د سر بیه یعنی فقط دوه زره ډالره ورکړل او دوسیه یې وتړله .
خو څیړونکي معتقد دي چی امریکایان او د هغوی روزلي لومړی د تحقیقاتو په بهانه مسأله ښه ډیره وځنډوی او بیا مجبورأ اعتراف وکړی چی هغوی ملکی انسانان وو او موږ ته ګواکی ( د خپلو جاسوسانو لخوا ) غلط راپور راغلی و .