کور / تازه خبرونه / باراک اوباما د نوبل جايزه ووېشله

باراک اوباما د نوبل جايزه ووېشله

د امريکا ولسمشر باراک اوباما چي په ٢٠٠٩ کال يې د نوبل د سولي نړۍ واله جايزه ترلاسه کړه، له دې جايزې سره مل ١٤ لکه ډالره يې پر خيريه موسسو ووېشل.
ولسمشر اوباما د دې پيسو څخه د بوش او کلنټن له خيريه موسسې سره چي د هايټي له زلزه ځپلو سره مرسته کوي دوه لکه ډالره مرسته کړې، او نوري يې هم د ماشومانو او روغتيا په برخه کي مختلفو موسسو ته ورکړي دي.
بايد وويل سي چي اوباما ته د نوبل جايزې ورکول د نړۍ د اکثرو مشرانو او مختلفو ډلو له خوا څخه تر وخت دمخه کار وبلل سو. هغوى نيوکه کوله چي اوباما په تېر يوه کال کي د سولي په لاره کي هيڅ مثبت کار نه دئ کړئ، ځکه خو د دې جايزې د ورکولو لايق نه وو.