کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لویدیځ د اسلامي مقدساتوسپکاوی کوي!!!

لویدیځ د اسلامي مقدساتوسپکاوی کوي!!!


دهغې ورځې راهېسې چی اسلام ظهوروکی اوفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ودې دنیاته راغی ،نبوت ورکول شو، قرانکریم نازل شو۔دټولې نړۍ کفارواومشرکانوداسلام دختمولوپوره اونه ستړی کېدونکې کوښښونه وکړل، خوکامیاب نشول دې کفارواومشرکینوپه مختلفودوروکې مختلف محاذونه پرانستې دی؛ دجنګ اوجګړې محاذ، داسلامی کلتوردنابودولومحاذ، دمسلمانانودمُرتدکولومحاذ، په مال، جایداد، پیسواوښوانجینودمسلمانانودرانیولومحاذ، داسلامی تعلیم دورکولومحاذ، داسلامی تهذیب اوتمدن دورکولومحاذ، که په لنډه توګه سره درته ووایم داسلام دهرپرمختګ په مقابل کی ئې یویومحاذجوړکړیدی اوجوړوی ئې؛ چی داجریان تراوسه پوری دوام لری۔ که چیری یومسلمان څه لږفکروکی نودابه ډېرژرورته معلومه سی چی اوس دوی دجګړې محاذپه هرهغه ځای کی پرانستی دی چیری چی مسلمانان وی، لکه په افغانستان، عراق، صومالیه، لبنان، یمن اونورواسلامی هیوادونوکی۔۔۔
علاوه دجګړې څخه ئې یوقسم روحی اونفسیاتی جګړه هم پیل کړیده، اومسلمانانوته روحی تکان ورکوی؛ چی داسلام دحق دین دسپکاوې محاذ ئې نوم دی، چی دوی دانوم ورکړی اوپه دې سره دوی افتخارهم کوی، په ټوله نړۍ کې دمسلمانانودعیاشه کولواوفحش کولوپه میلیونهاوومحاذونه ئې په کاراچولې دی چی څنګه اسلامی اُمت داتنکی ځوانان داسلام څخه واړوی، اوپه فحش اوبې هوده کاروئې بوخت وساتی ترڅوله خپله دینه (اسلام) څخه لیرې وساتی اوداسلام هغه ډېوه چی پکښې بله ده هغه مړه کړې؛ دمسلمانانودعیسایت کولومحاذونه ئې په ټوله نړۍ کی پرانستی دی، چی په افغانستان اوعراق کی ئې موږپخپلوسترګووینوپه عراق کی ئې د نړېوالې خیریه موسسې یعنی خوراک (World Food Programme) له لاری په یوه اونۍ کی پنځه ټنه دبایبل پاڼې په هغوکارتنانوکی چی دماشومانولپاره پکښې خوراک پکښې وو، ووېشل اوهغه (23) نفره کوریایی اتباع چی دطالبانوله خواڅخه ونیول شول هغه ټول دکاتولیک عیسایی مذهب راهبان و، اوپه هغوکی یوه ښځه چی په روانه دری ژبه ئې خبرې هم کولای شوای وویل چی ماپه مزارشریف کی پوره درې کاله دعیسایت لپاره چوپړکړیدی اودری ژبه می هم هلته زده کړل ددوی سره دبایبل نسخې هم ورسره وې، که زه دامضمون رالنډکړم نوپه مجموع کی کفاروداسلام دختمولوتکل کړیدی اودمختلفولاروڅخه کاراخلی، شپه اوورځ په دې کوښښ کی دی چی څنګه واسلام ته زیان ورسوی؛ خو!!! وبل لوری ته مسلمانان دغفلت پربسترورته بیده دی اوځینی مسلمانان خوپه دې انددی چی هیڅ نشته اوداټول جذبات دی، زه ودې مسلمان ورورته وایم چی زماخوږه وروره!!! په عراق کی په عام محضرکی قرانکریم په مرمیوسوری سوری شو، چی دهغه ویډیوپه نړیوال جال کی نشرشوه، په ډنمارک کی دفخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم کاریکارتورونه په پرله پسې ډول سره په ورځپاڼوکې خپاره شول، په (2008) میلادی کالی کی په امریکاکی دمکې معظمې په ډول سره یوه شراب خانه جوړه شوه، اودمسلمانانودعبادت دمیاشتی (روژې) په لومړۍ ورځ دهغې افتتاح وشوه اوکارپکښې پیل شو، په ګوانتاناموکی څلورپنځه ځلی دقرانکریم مُبارکه نسخه په مُرداراوبواوتشنابوکی وغورځول شول، په (1388) لمریز کال کی دمیزان پر (23) دمیدان وردګودخواجګانوپه کلی کی په یوه کورکی وحشی امریکایانودقرانکریم یوه نسخه وسوځول ، اوهغومسلمانانوچی خپل اوازئې پورته کړپه افغانستان کی ئې ځواب په ډزوسره ورکی اوعام خلک ئې شهیدان کړل اوپه بهرنیوکفری هیوادوکی ئې په زندانونوکی په بې رحمۍ سره ورواچول چی هلته شپې سباکوی، اوځینوروڼ اندوبیاوویل چی داکاردیوڅومتعاصبوخلکوکاردی اودولت ددې سپکاوې ترشالاس نه لری، چی داخبره هم دمنلونه ده، داځکه چی داوټوله نړۍ ته معلومه شوه چی دولت ددې خلکوسره پوره مرسته کوی اوترشائې ولاړدی، هغه کاریکاتورونه چی په ډنمارک کی خپاره شول دډنمارک وزیراعظم ئې دفاع وکړل اووه ئې ویل چی دادبیان ازادی ده، په فرانسه کی چی کوم داسلامی حجاب ، بندیزدی داقانون دولت پخپله توشیح کی اوله دې څخه ئې دفاع وکړل؛ اوداوټولې کفری نړۍ ته معلومه ده چی داسلامی اُمت بچیان به داسلام داشنه ونه پخپلووینوراپورته اووساتی اوپخپل وس سره به ټول مسلمانان داسلام دفاع وکی داځکه چی لوی څښتن تعالی جل جلاله خپل پېغمبرصلی الله علیه وسلم ته فرمایل:
ای پېغمبره ! دایهوداونصاری به له تاڅخه راضی نشی ترڅوچی ددوی ودین ته وانه وړی۔۔۔
نودایومنلې حقیقت دی چی دټولې نړۍ کفاردمسلمانانوڅخه نه راضی کیږی ترڅوددوی ودین ته وانه وړی؛ اوس راځم ودې ته چی هغه سپکاوی چی په لویځ کی داسلام روان دی پرهغه باندی څه رڼاواچوم۔
په فرانسه کی دبلال مسجدسپکاوې وشو:
په فرانسه کې دایوه عامه خبره ګرځیدلې ده چی یوڅوک داسلام ومقدساتوته سپکاوی (توهین) وکی ، ومسلمان ته بدویل، دقرانکریم سپکاوی، دشعایرالله سپکاوی، مسلمانان تهدیدول، دمسجدانوسپکاوی اوداسی نور۔۔۔ چی ترشائې دفرانسې ددولت مستقیم لاس دی اوداحرکتونه دوی ددې لپاره کوی چی دوی په افغانستان اونوروهیودونه کی دمسلمانانوسره په جګړه کی بوخت اودخپل جبران دپوره کیدوپه موخه غواړی چی مسلمانان په فرانسه کې ترفشارلاندی اوپه نتیجه کی ئې دمقدساتوتوهین پیل اوکه اړتیاورته پیداشوه نوژوندته ئې هم ګواښ پیداکاندی۔ فرانسه یوداسی هیواددی چی ترټولونورواروپایی هیوادونومسلمانان پکښې ډېردی چی تقریاب و (7) میلیونوته رسی اودایواځی فرانسه نه بلکه په ټوله اروپاکی اوامریکا کی داسلام په ضدولولې په ډېرېدودی اوداسی هیوادونه به ډېرژرپه رسینوکی راڅرګندشی چی اوس کوښښ کوی چی دانساینت دلارښونې یواځنی الهی کتاب قرانکریم به په ټوله هیوادکی بندکی چی ویل، پلورل اپیرودل ئې منع اعلان کی، اوپاته دی نه وی چی هرهیواد ترخپله وسه پوری د اسلام پرضدګامونه اخلی، اوداهم وهرچاته معلومه ده چی په اروپاکی به انشاء په راتلونکونژدې کلونوکی داسلام مُبارک دین یواځنی غټ دین وی، داځکه چی اسلام یوداسی دین دی چی هیڅ ژبنی، نژادی، قومی، درنګ اوسیمې وتوپیرته قایل نه دی اسلام دمینې، محبت ، امن، دټولنې دسوکالۍ اوترقۍ دین دی چی هرنر، ښځه، وړوکی، لوی، کشراومشرته خپل حق ورکوی، تورپه سپین، سپین په تور اوعرب پرعجم، اوعجم پرعرب هیڅ فضیلت نلری، همداوجه ده چی په اروپاکی داسلام ګراف مخ په لوړېدودی، اوپه سلهاووخلک هرورځ په اسلام مشرفه کیږی اودلویدیځ ددیموکراسۍ څخه اوس ټوله نړې په تنګه ده،اوورڅخه ناهېلې شویدی۔
پرنوروهیوادودافشارراوړی چی وحیواناتوته خپل حق ورکی اوپخپلوهیوادوکی ئې دمیلیونهاووانسانانوحقونه تلفوی اوترپښوئې لاندی کوی، داکومه دیموکراسی ده؟؟؟
په ټوله اروپااوامریکاکی ټوله مذهبونه لکه بودا، یهودیت، کنفیوشیسزم،هندویزم اونورپوره ازادی لری، مګرپه هرځای کی اسلام ددوی دوحشیانه کړونوښکاردی، داکوم قانون دی؟؟؟
دډسمبرپر(19) دواشنټن پوسټ کی دبلال بوګنونکی کیسه راغلې چی څنګه سپکاوی ئې وشو، دفرانسې په یوه ښار(Castres)کی دنامعلومووحشیانوله خواڅخه دبلال مسجدسپکاوی وشو، هغه داچی ددووه خنځیروغوږونه ئې پردروازه پوری ځړولې وه، اودخنځیرشونډک ئې ددروازې پرلاستی باندی ځړونده کړیوه، اودخنځیرګندګې ئې دمسجدپرمُبارک دیوال باندی شیندلې وه، داسلام ضدعناصرپه دې ښه پوهیږی چی خنځیرپه اسلام کی څومره نجس حیوان دی اوهرقسم استفاده ورڅخه حرامه ده، ومسلمانانوته ئې دښه تکان ورکولوپه موخه داکاروکی؛ که دکلیساسپکاوی وشوبشری حقوق شته، که دهندوانودمندرسپکاوی وشوبشري حقوق شته، مګرکه دمسلمانانودسپېڅلې ځای توهین وشودلته دټولې نړې په نامه بشري ټولنې خاموشه ده اوهیڅ نشته، داکوم بین المللې قانون دی؟؟؟
دمصراسلامی هیوادتکل لری چی دفرانسې په دوهم لوی ښار(Marseille) کی یولوی مسجدتعمیرکړی چی دې بیابل ناورین راپورته کی چی داسلام ضدعناصرپخپل وس سره غواړی چی داپروسه بنده کړی چی کارئې داپریل په میاشت کی پیل کیدونکی دی، ترڅومسلمانان یوه بله ځاله جوړه نکړی ددوشنبې په ورځ ددسمبرپر (28) نیویارک ټایمزته یوه فرانسوی وویل: چی په فرانسی کی اوس لاهم ډېرمسلمانان شته اوکه دامسجدجوړشی نودابه نورمسلمانان راولی چی داموږنشوزغملای اوموږبه داکوښښ وکړوچی داد (33) میلیونوامریکایی ډالروپروژه بنده کړو اوکه دامسجدجوړهم شی نوپه بمونوبه ئې والوزوو۔
همداسی کیسه په ډنمارک کی هم روانه ده چی هلته په کوپنهاګن کی دوه مسجدونه جوړیږی اودولت اواسلام ضدعناصرئې نه پرېږدی چی جوړشی۔
دسویس دولت دمسجدوپرمناروباندی بندیزوګاوه:
لکه څرنګه چی ورځ په ورځ خلک داسلام ومُبارک دین ته رااوړی نوورسره جوخت دعبادت لپاره دالله جل جلاله کورونه (مسجدونه) هم نوی نوې جوړیږی، دامناره یواسلامی سمبول دی اوهرچاته دامعلومه وی چی دلته مسجدسته اودادمسلمانانوسیمه ده، اودادخدای کوردی، دادعبادت ځای اوسکون ځای دی، بله دمناروموخه داده چی دهرلمانځه لپاره چی اذان کیږی نودامناره دومره لوړه وی چی اذان ئې هرڅوک اوټوله علاقه اوری اوڅه تکلیف نه وی پکښې که دشپې وی اویاکه دورځې، که یوعالم یوه خبره کوی اوکوم نصیحت کوی نوددې سیمې ټول خلک که نارینه وی اوکه ښځینه هغه اوری، که په لنډوکی درته ووایم مناره دخدای دکورسمبول دی، چی مسجد حرام اومسجد نبوی صلی الله علیه وسلم ئې هم لری، اوپه کُفری هیوادوکی په دې مناره اړینه ده چی هلته کلیسا، اهندوانواونورمذهبونودعبادت ځایونه هم خپل وځانته یوسمبول لری، اوپه هغه ځانګړې نوښان کی ئې مناره جوړه کړی وی، دبېلګې په ډول سره پرکلیساباندی صلیب ډېرجګ اوغټ جوړسوی وی، چی دلری ورڅخه دامعلومیږی چی دلته کلیساده، اوس پوښتنه داده چی که دکلیساصلیب هرڅومره لوی اوښکاره وی هېڅ بندیزورباندی نشته، که دهندوانومجسمې هرڅومره لوړې وی هیڅ بندیزورباندی نشته، اوکه دمسلمانانودعبادت دځای مناره پنځه فوټه لوړه سی داجرم دی، اوداقانون پارلمان هم تاید کی داکوم بشری اوانسانی قانون اودیموکراسې ده؟؟؟
په فرانسه کی پراسلامی پرده (حجاب)باندی بندیزولګېدی:
په فرانسه کی ددولت له خواڅخه په رسمی ډول سره په اسلامی حجاب(شرعی پردی) باندی بندیزولګیدی اوپارلمان هم تایدکړل دهغه ځای اودنړۍ مسلمانانوډېرې چیغې ووهلې اوهلې ځلې ئې وکړلې خوهیڅ په لاس ورنه غلل، اوداقانون په رسنیوکی خپورشوچی که هرچااسلامی پرده وکړل هغه به (750) ایروددولت له خواڅخه جرمانه کیږی، داخوئې جرمانه ده چی نور مجازات به ئې څومره وی؛ په ټوله اروپااوامریکاکی که یوسیکهـ اویاهندولنګوته وتړی هیڅ عیب نه دی، اماکه یومسلمان اویایوه مسلمانه مېرمن خپله اسلامی جامه اغوندی نوهغه تروریزم دی، اوپرهغه بندیز لګول کیږی،په فرانسه کی څه مسلمانې میرمنې مجازات شوی، ووهل شوې، وترټل شوې، اوبندیانی شوې اویاهم دګواښونوسره مخامخ شول خوهیڅ په نامه بشرې ټولنې اویاهم دښځوپه نامه دښځودحقوقوپه سلهاووټولنوهیڅ عکس العمل ونه کی، اودښځودحقوقومدافعین هم لاس ترزنې ورته ناست دی اوداتش په ناه دیموکراسی اودښځومدافعین موږ څه کو؟؟!
په فرانسه کی دحلالوخوړوپرهوټلونوهم بندیز ولګېده:
دفرانسې دولت په دې بستیاونکړه چی دمسجدانوسپکاوی ئې وکړ، پراسلامي حجاب ئې بندیزولګاوه، بلکه ددې لپاره چی مسلمانان نورهم بې ارامه اوترفشارلاندی راسی نوپرهغوهوټلونوچی یواځی حلال خواړه پکښې پخېدل پرهغه ئې هم دبندیزتوراعلان وکی، اوورته ئې وویل چی دمسلمانانوپه هوټلونوکی هم بایدهرډول خواړه لکه دخنځیرغوښه، دسپوغوښه، شراب، الکحل اوداسی نورغیراسلام خوارکونه اومشروبات هم بایدپکښې شتون ولری ؛ اودهوټلونوترمیځ بایدهیڅ فرق اوامتیازموجونه وی، هرغیرمسلمان کولای شی چی دمسلمانانوپه هوټلونوکی هم هرڅه ترلاسه اوهرڅه وخوری که په لنډوکی درته ووایم هرهغه حرام خواړه چی مسلمانان ئې نه خوری بایددمسلمانانوپه هوټلونوکی شتون ولری، اودایقینادفرانسې ددولت هغه کرغیړنې فیصلې دې چی په تاریخ کی به په توررنګ لیکل کیږی؛ اوپه اسلامی هیوادونوکی دفرانسی وحیثیت ته یوتورداغ دی، اوپاته دی نه وی چی په فرانسه کی دمسلمانانومشران په دې انددی چی کیدای شی فرانسه پرمسلمانانونوربندیزونه هم ولګوی، چی کیدای سی فرانسه دډېروناوړوعواقبوسره لاس اوګریوان کی، لکه څنګه چی مسلمانان دیوه خدای جل جلاله قانون منی نوځکه بې له الهی قانونه څخه بل هرقانون ورته دمنلووړنه دی، اوداهم وټولوکفاروته جوته ده چی ومسلمانانوته په تاریخ کی دهیڅ طاغوتی ، ددین دسپکاوی، اوددین دشعایرالله دسپکاوې قانون دمنولووړنه دی اودداسې قانون ترمنلومسلمانان دسروورکولوته تیاردی اودشهادت ومرګ ته ښه راغلاست وایی اوخپل مرګ په دې لاره کی په دې دینااواخرت کی ئې خپله سوکالې اوافتخارګڼی.