کور / تازه خبرونه / په لاهور کي اووه پرله پسې چاودني وسوې

په لاهور کي اووه پرله پسې چاودني وسوې

د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کي تر پرونيو ځانمرګو وروسته ماښام ناوخته اووه پرله پسې نوري چاودني وسوې.
د پوليسو په وينا د دوو ساعتونوپه اوږدو کي د اقبال ټاون په مختلفو سيمو کي اووه پرله پسې چاودني وسوې چي د خلګو په زړونو کي يې بېره خپره کړې ده.
ځايي اوسېدونکو ويلي لومړۍ چاودنه د يوه مسجد سره نيژدې په خالي ميداني کي وسوه، چي د شاوخوا کورونو ښيښې يې ماتي کړې. دوهمه چاودنه د پاکستان د هوايي قواوو د يوه افسر د کور مخته سوې، دريمه د يوې مرستندويه ادارې سره نيژدې، څلورمه د يوه پوليس افسر د کور په ګاراج کي سوې چي څو تنه پکښي زخميان سوي دي. همدا راز پنځمه، شپږمه او اوومه هم د اقبال ټاون په بېلابېلو بلاکونو کي سوي دي، چي مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
په لاهور کي پرون سهار دوه ځانمرګي بريدونه هم سوي وو، چي نيژدې ٤٠ کسان يې مړه او ٩٥ ټپيان کړل. د پيښي اکثره قربانيان پاکستاني پوځيان وو.