کور / تازه خبرونه / لاهور غبرګو ځانمرګو درنه مرګ ژوبله واړوله

لاهور غبرګو ځانمرګو درنه مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کي دوو غبرګو ځانمرګو ٣٩ کسان مړه او ٩٥ زخميان کړل.
دا په يوه اونۍ کي دوهم وار دئ چي په لاهور کي ځانمرګي حملې ترسره کېږي.
د پوليسو په وينا لومړني بريدکوونکي په آر، اې بازار کي د عيدګاه جامع جومات نه نيژدې د پوځيانو له يوه موټر سره خپل موټرسايکل وجنګاوه او څو شېبې وروسته چي نور پوځيان او امنيتي چارواکي په سيمه کي راټول سول، يوه بل بريدکوونکي خپل موټر وچاودئ.
د لاهور د پوځيانو روغتون يوه ډاکټر وويل ١١ مړي ور وړل سوي، چي پنځه يې پوځيان دي او ٤٠ زخميانو کي هم ګڼ شمېر پوځيان شامل دي، چي د څو حالت د اندېښنې وړ دئ.
تر چاودني وروسته سيمه د پوليسو له خوا کلابنده ده او د موټرانو پر تګ راتګ بنديز لګېدلئ دئ او په هوا کي پوځي څرخکي ګزمه کوي.
پوليس وايي د دواړو بريدکوونکو سرونه يې موندلي، چي ډاکټرانو يې عمرونه ١٧ او ٢٠ کاله ښودلي دي.
په لاهور کي درې ورځي دمخه په يوه استخباراتي اداره کي هم ځانمرګى بريد سوئ وو، چي درنه مرګ ژوبله يې اړولې وه.