فرانس پریس آژانس د نوي ډیلي څخه خبر ورکوی چی د روسیې صدراعظم ولادیمیر پوتین غواړی د نوی ډیلی څخه د خپل سفر پر مهال د هند سره د لسو بلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو او تجهیزاتو د پلورولو څو قراردادونه وکړی چی په هغو کی به د ګورشکو طیاره وړونکې بیړۍ ، د میګ ۲۹ جنګی طیارو پلورل او په تامیل ناډو ایالت کی د اټومی انرژۍ د سټېشننونو استقرار هم شامل وی . هند خپل ۷۰٪ تسلیحات د روسیې څخه پوره کوی خو په دې وروستیو کی یې د اسراییلو او امریکا څخه هم ډیر پوځی وسایل رانیولي دي . دا لومړی ځل دی چی روسیه په دې وروستیو کی د سړې جګړې د پخواني کوم انډیوال سره دونه ستری پوځی ژمنپاڼي لاسلیک کوی چی په هغه سره به د هند سیال ګاونډي مثلأ پاکستان ډیر ولمسوی .