د روسيې په زرونو روڼ آندو د دغه هيواد له صدراعظم ولاديمير پوتين څخه د استعفاء غوښتنه کړې ده.
روسي روڼ آندو د لومړي وزير پوتني په نامه يو پرانيستى ليک خپور کړى او له هغه يې غوښتي چي د وزارت له چوکۍ استعفاء وکړي.
دغه کسان وايي تر هغو چي پوتين د روسيې د حکومت اصلي واګي په لاس کي لري، په دغه هيواد کي د اصلاحاتو راتګ امکان نه لري.
په ليک کي راغلي چي پوتين په روسيه کي د فاسد، ظالم او روسانو باندي د ظلم سمبول په توګه پېژندل کېږي.