د امریکا د دفاع وزارت نن وویل چی په خوست کی دوه د ناټو پوځیان چی وړمه ورځ وژل سوي وو ، دواړه امریکایان وو . هغوی د طالبانو په مخامخ ډزو کی ویشتل سوي وو . درېیم پوځی یې څلور ورځی مخکی په کونړ کی طالبانو په مخامخ جنګ کی وژلی و چی د درو واړو خبر تیر سوﺉ و . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۰۱۹ ته ورسېدل .
نظامی ماهرین وایی چی امریکایان مخکی ډیر بې باکه وو او خپل تلفات یې نه پټول بلکی ژر به یې اعلانول ، خو اوس یې دوې ـ درې ورځی پټوی او وروسته یې مجبورأ اعلانوی چی دا پخپله د هغوی تاکتیکی په شا توب ثابتوی .