د هند په ميسور ښار كې د افغان او يمن زده كوونكو تر منځ د فوټبال سيالي ترسره شوه چې افغانستان دوه د صفر په مقابل كې يمن ته ما ته وركړه.
د بهرنيو زده كوونكو تر منځ د فوټبال او نورو لوبو ټورنميټونه هر كال په ميسور ښار كې د بهرنيو زده كوونكو د ټولنې له خوا جوړيږي.
دغه لوبه چې د همدې لړۍ يوه برخه وه د ميسور ماڼۍ په لوبغالي كې وشوه، چې د افغانستان، يمن او نورو هېوادونو د زده كوونكو سربېره خپله د هند يو شمېر كسانو يې نندراه كوله.
د لوبې په لومړۍ برخه عبدالله ګول ووهه، چې د مقابل لورې مورال يې كمزورى كړ.
تر ګول وهلو وروسته افغانانو د خپلې لوبې نظم جوړ كړ، او د لوبې په وروستيو شېبو كې د افغان لوبډلې يو بل لوبغاړي كفايت الله سباوون حضرت علي اغا ته پاس وركړ او حضرت علي وتوانېدى چې د لوبې دوهم ګول ووهي.
او په همدې ډول لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده، د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې افغان زده كوونكو له تانزانيا څخه د فوټبال لوبه يو د صفر په وړاندې بايللې وه.
پاته دې نه وي چې حسيب الله قريشي، نعمت الله اڅكزى، ضمير بصيري او قيس باركزي ډېره ښه لوبه ترسره كړه.
د افغانستان لوبډلې لوبغاړي:
ضمير بصيري، حسيب الله قريشي، نعمت الله اڅكزى، حضرت علي اغا، كفايت الله سباوون، قيس باركزى، قدرت الله،عبدالله، مصطفى، عبدالله ملكزاده، محمداقبال او ګول ساتونكى تميم.