انګريزان له اره دا يوه دابليس ځانګړتيا لري چي هرځاي ته يي مخه شوي هلته يي دبيلتون، ځانځاني اوقومي مذهبي،سيمه ييزتاوتريخوالي… تخمونه کرلي دي.دبيلګي په ډول هند يي په څولانجمنو ټوټو پاکستان،بنګلديش،کشميراو اوسني هند وويشي.چي کشمير تراوسه لا دهنداوپاکستان تر منځ يوستره لانجه ده.اودپښتون ملت پرځګريي هم دناسورټپ (د ډيورنډکرښه) جوړکړ.
نژدي 170 کاله وړاندي انګريزانو دخپل ګيدړې ته ورته سياست په مرسته لمړي د افغانستان واکمنان سدوزي اومحمدزي پاچاهان په خپلوکي په سرکي سره واچول،زوي يي له پلاره اوپلار يي له زويه بيزاره کړ،بيا يي پردي غيرتي خاوره يرغل وکړ،او پدي ډول يي ستره احمدشاهي امپراطوري دړې وړې کړه.خو دافغانانو له غيرته ډک هسک سرونه ورته ځوړنشول اوپه هرځل يرغل يي داسي غاښ ماتوونکي ماتې ورکړي چي اوس يي لا د ميوند دنوم په اوريدو غاښونه بريښي.نن بيا هماغه ټګماراوابليس ته ورته انګريزان په يوه بل نوم راغلي.اوبيا غواړي چي دافغانانوله خپلمنځي شخړو ګټه واخلي.
پدي وروستيو کي په افغانستان کي دناټوعمومي قومندان جنرال مک کريسټل دمارجې له عملياتو وروسته په کندهارکي دنويو عملياتولپاره دچمتووالي اعلان وکړ. او يوه بل انګريزډيپلومات مارک سيډويل چي څه موده وړاندي په افغانستان کي دبرتانيې سفير، او اوس په افغانستان کي دناټودملکي چارو استازي ده، هم دکندهار دعملياتو په هکله څو خبرې وکړي دده له خبرو دا له ورايه په ډاګه کيږي چي انګريزان پخپله دافغانانو ترمنځ اختلافاتو،لانجو او تربګنيوته لمن وهي،او نه غواړي چي افغانان يو موټي واوسي.
سيډوېل احمدولي کرزي ته په اشاره وويل چي(( په کندهار کي ځني مشخصي ډلې واک په لاس کي لري او نور قومونه داسې احساس کوي چې له هرڅه محروم دي))، سيډوېل نوروکندهار ميشتو قومونولکه بارکزو،اچکزو،الکوزو،محمدزو،نورزو،عليزو اونوروته په لوي لاس دا انګيزه ورکوي چي بايد د پوپلزو(داحمدولي کرزي قوم) په مقابل کي را وپاڅيږي…
نوموړي وويل((په کندهارکي ترټولو لويه ستونزه داده چي ټولو قومونوته په يوه سترګه نه کتل کيږي)) سيډويل داهېره کړي چي دافغانانواصلي ستونزه داده چي ټول په يوه اور(دپرديو لخوا تپل شوي جنګ) کي سوځي، چي هغه نه پوپلزي،نه بارکزي… او نه دافغانستان بل هيڅ قوم پيژني او دا اور نه کرزي او نه هم بل افغان له خپله ټبره مړکولاي شي.
سېډوېل وویل((طبعا همدغو اختلافاتو، لانجو، خوابدیو قهر اوهمدارز شخړو ته لار هواره کړې ده…)) کچيري په کندهارکي قومي اختلافاتواولانجو شخړوته لار هواره کړي وي،نو بيا دا نورافغانستان خو بايد په امن کي واي هلته څه شي شخړوته لار هواره کړيده؟
سيډوېل همداراز وويل چي(( په کندهارکي دپوځي عملياتوله پـيليدو وړاندي بايد له سياسي لاروچارو کار واخيستل شي)). ددوي سياسي لاري چاري همدادي چي دقومونواو ولسونو ترمنځ بي اتفاقي او بيلوالي راولي ترڅو ددوي وحشيانه کړنو ته دچا پام نشي.
دانګريزجنرال سيډوېل له څرګندونودا په ډاګه کيږي چي دوي يو ځل بيا له هماغه پخواني چال اوتکتيک نه کاراخلي او دافغاني قومونوترمنځ بيا دتاوتريخوالي اوتربګنيو اور لړي.
داچي افغانانو دخپلمنځي شخړو،قومي تاوتريخوالو اوتربګنيو بدې پايلې ليدلي او نور نه غواړي ددي ناخوالو ښکارشي،خو بهرنيان يي په کراره نه پريږدي او په هروخت کي يي ددي هڅې کړي چي دافغانانو ترمنځ تاوتريخوالي همداسي تود وساتي.