کور / اسلامي / ۲۲ پوښتني

۲۲ پوښتني


     دعيسوي پيشوا ۲۲ پوښتنی اود مسلمان يوازي يوه پوښتنه !!!
يوه عيسوي له خپل مسلمان ملګري څخه  په کلکه غوښتنه وکړه چې لده سره کليسا ته ولاړ شي ، او د دوی د عيسوي پيشوا درس ته غوږ کيږدی ،  او خپل نظر يې په هکله ورته په ګوته کړئ ، د دير اصرار نه وروسته مسلمان ورسره ومنله او د ده سره کليسا ته ولاړ، د درس په پيل کې عيسوي پيشوا وويل  : په تاسو کې يو محمدي ( مسلمان )هم شته دي ، مسلمان ولاړ شو او ور څخه يې وپوښتل چي تاسو څرنګه پوه شوی ، عيسوي پيشوا ورته وويل :  سيماههم في وجوههم نښي يې په مخونو کې دي ! مسلمان ورته تبسم وکړ ، عيسوي پيشوا ورته وويل : زه ستا نه دوه ويشت پوښتنې لرم ، او دا زما پوښتنې دي :
۱-هغه يو څه شی دئ چي دويم نلري ؟
۲ـ هغه دوه څه شی دي چې دريم نلري  ؟
۳ـ هغه درې څه شی دي چې څلورم نلري  ؟
۴ـ هغه څلور څه شی دي چي پينځم نلري  ؟
۵ـ هغه پينځه څه شی دي چې شپږم نلري ؟
۶ـ هغه شپږ څه شی دي چې اووم نلري ؟
۷ـ هغه اووه څه شی دي چې اتم نلري  ؟
۸ـ هغه اته څه  شی دي چې نهم نلري  ؟
۹ـ هغه نهه څه  شی دي چې لسم نلري  ؟
۱۰ـ هغه لس څه شي دي چې زياتيږی   ؟
۱۱ـ هغه يولس څه شي دي چې دولسم نلري  ؟
۱۲ـ هغه دولس څه شيان دي چې ديرلسم نلري ؟
۱۳ـ هغه ديرلس څه شيان دي چې څورلسم نلري ؟
۱۴ ـ هغه څه شي دي چې نفس (سا ) اخلي خو روح نلري ؟
۱۵ـ هغه  کوم قبر دي چې راتلونکي ته يې خوشحاله شوي دي ؟
۱۶ ـ هغه څوک دي چې درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل ؟
۱۷ ـ هغه څه شي دي چې الله خلق کړي دي او غندلي يې دي ؟
۱۸ ـ هغه څه شی دي چې الله تعالی پرته له پلار او مور څخه پيدا کړئ دی  ؟ 


۱۹ـ هغه مخلوق کوم دئ چې له اور څخه پيدا شوئ دئ ، او څوک په اور باندي هلاک شوي دي ، او څوک له اور څخه ژغورل شوي دي ؟
۲۰ـ هغه څوک دي چې له تيږي نه پيدا شوي ، او په تيږه هلاک شوي ، او د تيږي پذريعه ساتل شوي ؟
۲۱ ـ هغه څه شی دي ،چې الله پيدا کړي او عظمت يې ياد ورکړئ دی ؟ 


 ۲۲ـ  هغه  کومه ونه ده ، چې دولس څانګې لرئ ، په هره څانګه کې يې ديرش پاڼې دي ، او په هره پاڼه کې يې پينځه ميوې دي ، درې يې په سيوره کې اودوي يې په لمر کې ؟


نو مسلمان په ځان باندي له باور څخه ډک تبسم وکړ او دالله تعالی په نامه يې پيل وکړ :
۱ـ الله تعالی هغه يو دئ چي دويم يې نشته .
۲ـ او هغه دوه چې دريم نلري شپه او ورځ دي .( وجعلنا الليل والنهار آيتين )


۳ ـ او هغه درئ چې څلورم نلري هغه د موسی عليه السلام عذرونه دي چې خضر عليه السلام ته وړاندي کړي دي ، په کښتۍ کې سوری کړل ، د هلک وژل ، او د ديوال جوړول .
۴ـ او هغه څلور شيان چې پينځم نلری ،هغه قران کريم ، انجيل ، زبور او تورات دي .
۵ـ او هغه پينځه شيان چې شپږم نلری ، هغه پينځه لمونځونه دي .
۶ـ او هغه شپږ چې اوم نلری هغه سپږ ورځي دی چې الله تعالی پکې آسمانونه پيدا کړی دي .
۷ـ او هغه اووه چې آتهم نلری هغه اووه آسمانونه دی چې اتم نلری .
۸ـ او هغه اته چې نهم نلری هغه د اللله تعالی د عرش پورته کونکی دي . (ويحمل عرش ربك يومئذٍ ثمانية  )
۹ـ او هغه نه چې لسم نلری ، هغه دموسی عليه السلام معجزې دی ،    (العصا ، اليد , الطوفان , السنون , الضفادع , الدم , القمل , الجراد , شق البحر )  لکڼه ، لاس ، توفان ،  کالونه  ، څنګښي ، وينه ،  سپږي ، مولخونه ، د سمندر څيرول ، .
۱۰ـ او هغه لس چې  زياتيږی هغه حسنات دی .  (من جاء بالحسنة فله عشرة أمثالها والله يضاعف الأجر لمن يشاء ) څوک چې يوه حسنه راوړی ده لره د دې يوه حسنې په څير لس نوري حسنی دی ، الله تعالی څو چنده کوی اجر دهغه چا چې غوره يې وګڼي . 
 ۱۱ـ او هغه يوولس چې دولسم يې نشته ، هغه د يوسف عليه السلام وروڼه دی .
۱۲ـ هغه دولس چې دير لسم نلری ، هغه د موسی عليه السلام معجزه ده ، ( وإذا استسقى موسى لقومه فقلنا اضرب بعصاك الحجر فانفجرت منه اثنا عشر عيناً ) کله چې موسی عليه السلام د خپل قوم لپاره استسقا وکړه ، نو مو ورته وويل  : چې ووه په خپله لکڼه باندی تيږه  له هغه تيږی څخه  دولس چينی منفجری شوی .
۱۳ ـ او هغه ديرلس چې څورلسم نلری ، هغه ديوسف عليه السلام وروڼه او مور او پلار دي .
۱۴ ـ او هغه څه چې تنفس کړی او روح نلری ، هغه سهار دی .
۱۵ ـ او هغه قبر چې راتلونکی ته خوشحاله شوي ، هغه نهنګ دی چې يونس عليه السلام يې تير کړئ ؤ .
۱۶ـ او هغه کسان چې درواغ يې وويل او جنت ته ننوتل ، هغه د يوسف عليه السلام وروڼه دی .
۱۷ ـ هغه څه چې الله تعالی خلق کړئ دی او ناوړه يې ګڼلی دي  ، هغه د خره غږ دی .
۱۸ – او هغه چې پرته له مور او پلار څخه پيدا شوی دی ، هغه آدم عليه السلام ، او د نوح عليه السلام اوښه ، او د ذبحي پسه ، او ملايکې دي .
۱۹ ـ او هغه چې له اوره پيدا شوی ، هغه ابليس لعين دی ، او څوک چې په اور وژل شوی دی هغه ابو جهل دی ، او څوک چې له اوره ژغورل شوی دی ، هغه ابراهيم عليه السلام دی .
۲۰ ـ او هغه چې له تيږي پيدا شوي دي ، هغه د صالح عليه السلام اوښه ده ، څوک چې په تيږو وژل شوی دی ، هغه اصحاب الفيل دی ، او څوک چې د تيږی په ذريعه ساتل شوي دي ، هغه اصحاب الکهف دی .
۲۱ – او هغه څه چې الله تعالی پيدا کړي او عظمت يې ښولی ، هغه د ښځو کيد (مکر ) دی ( ان کيدهن عظيم )، يقينا چې د دوي مکر عظيم دی .
۲۲ ـ  او ونه ، هغه کال دی چې دولس مياشتی لری ( غصنا ) او ديرش ورقي هغه ورځی دي چې په يوه مياشت کې وي ، او پينځه ميوی عبارت دی له پينځه لمونځونو څخه : دری يې په سيوره کې سهار ، ماښام ، ماسختن . او دوه په لمر کې ماسپښين او مازديګر دی .
دا دې مسلمان ځوابونه ؤ چې د عيسوي پيشوا او حاضرينو د تعجب وړ شول ، خوله عيسوي پيشوا نه مسلمان يوازی يوه پوښتنه وکړه او هغه دا چې د جنت کلی څه شي کيدی شي ؟ عيسوی پيشوا ځواب ورنکړئ شوئ ، خو دحاضرينود دير اصرار له امله يې بايد ځواب ويلی وی  ، نو د امنيت غوښتنه يې وکړه ، ځکه چې ځواب يې    ( أشــــهد أن لا إلـه إلا الله وأن مــــحمدا رســـــول الله  ) ؤ، نو عيسوي پيشوا او ورسره ټولو حاضرينو ايمان راوړ او مسلمان شول ، وګوري په الله تعالی باندی باور او اعتماد څومره لوی دی .