کور / تازه خبرونه / پر مظاهرې د ډزو له کبله درې تنه مړه سول

پر مظاهرې د ډزو له کبله درې تنه مړه سول

په جنوبي يمن کي د حکومت ضد جنګياليو د پلويانو پر يوه مظاهره باندي پوليسو ډزي وکړې، چي له امله يې ٣ تنه مړه او اته نور ټپيان سوي دي.
لومړۍ پېښه د پنجشنبې په ورځ په دلحه نومي ښار کي هغه مهال رامنځته سوه، چي د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ و ډب پېښ سو، دوه تنه مړه او دوه زخميان سول.
دوهمه پېښه په لاهيج ولايت کي د مظاهره چيانو او پوليسو ترمنځ رامنځته سوې، چي يو تن پکښي مړ او شپږ کسه ټپيان سوي دي.
د يمن ولسمشر جنګياليو ته د سولي وړانديز کړئ، خو ورسره سم يې خبردارى ورکړئ چي که وسلې کښېنږدي حکومت به رحم پر ونکړي.