د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد وايي د جندالله د مشر عبدالمالک ريګي په نيولو يې نړۍ ته وښودله چي دغه جنګ څنګه کېږي.
محمود احمدي نژاد نن په بندرعباس کي يوې غټي غونډي ته د وينا پر مهال وويل اېران د نړۍ د يوه غټ قوت له ملاتړ څخه د برخمني ډلي مشر په لنډ وخت کي په خورا لږ لګښت باندي ونيوئ او دنيا ته يې وښوده چي له ترهګرۍ خلاف جګړه له اېران څخه زده کړي.
محمود احمدي نژاد د جندالله د نيول سوي مشر عبدالمالک ريګي د نيولو پر څرنګوالي ونه ږغېدئ، خو تر دې دمخه د اېران استخباراتو ويلي وو، هغه يې په يوه بهرني هيواد کي له الوتکي څخه راکښته کړئ دئ.
د جندالله ډله د اېراني حکومت دغه ادعا ردوي او وايي مشر يې اېراني پوليسو د امريکا، پاکستان او افغانستان د استخباراتو په همکارۍ په اېران کي دننه ونيوئ.