فرانس پریس آژانس د امریکا د خزانې د وزارت په حواله لیکی چی په فبروري کی د امریکا بودجوی کسر خپل لوړ ترین حد یعنی ۲۰۰٬۹ بلیونو ډالرو ته ورسېد چی دا د تیر کال د همدې میاشتی د کسر څخه ۱۴٪ جګ والی ښیًی . د دې ډېرښت علت په حکومتی مصارفو کی ۱۷٪ زیاتوالی دی یعنی دا چی ( د روان مالی بحران سره سره ) یې تر مخکنۍ میاشتی ۳۲۸٬۴ بلیونه ډالره اضافی مصارف کړي دي . مالی شنونکي د دې ورپیښ ستر اقتصادی بحران څخه وتنه د څو لسیزو لپاره نه وینی .