کور / تازه خبرونه / كرزى: افغانستان نه غواړي د جګړې په ډګر بدل سي

كرزى: افغانستان نه غواړي د جګړې په ډګر بدل سي

افغان ولسمشر حامد کرزي نن په اسلام اباد كي وویل چي افغانستان نه غواړه د هند، پاکستان، ایران او امریکا ترمنځ د جګړې په ډګر بدل شي.

ښاغلى کرزى دا څرګندوني وروسته ترهغه کوي چي روانه اونۍ ایران او امریکا په افغانستان کي پر يو بل د دوه مخي سیاست د لوبولو تورونه ولګول.

” دى وايي افغانستان به اجازه ورنه كړي چي خاوره يې د ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي ډول پاكستان پر ضد استعمال سي او موږ هيله لرو چي، له افغانستان سره هم همداسي وسي، چي د پاكستان خاوره به هم د افغانستان پر ضد نه استعماليږي، تر څو موږ دواړه ډاډمن سو، چي خوندي او با امنه يو.“

کرزی په اسلام اباد کی د پاکستان له صدراعظم یوسف رضا ګیلانی سره په ګډه خبري غونډه کي وویل، پاکستان په افغانستان کي له طالبانو سره د سولي په خبرو کي مهم رول لوبولی شی.

افغان ولسمشر یوځل بیا له وسله والو طالبانو سره د سولي پر خبرو ټینګار وکړ او ویې ویل چي د پلان له مخي به د غوايي په میاشت کي په کابل کي د سولي جرګه جوړه کړي.