کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ژبي ته د منطق،بیا د تاریخ له مخي کتنه :

ژبي ته د منطق،بیا د تاریخ له مخي کتنه :

ژبي ته د منطق له مخي کتنه :              
د رڼا او دفاع په کتاب کي چې لیکونکی او تنظیم کونکی ئي  پوهاندمحمدحسن کاکړ دی  په ۹۶ یم مخ کي د دغه کتاب د ښاغلي حبیب الله تږي یو مقاله ده، چې سریزه ئي ده : دپښتو اصل او ریښه په دې مقالې کي داسي نقل قول سوی دی : ( ځیني روایتونه وایې چې افغانانو خپله ژبه له دیوانو نه زده کړه، ځیني وایې دا دکسي دغره د اوسیدونکو ژبه ده . د افغانانو دا عادت وو چې ددغو خلکو ښځي او لوڼي به يې ترې بوولې او و دونه به یې ورسره کول  او ځکه یې پښتو ژبه ورنه زده کړه او خپله ژبه یې چې ابراهیمې [عبري] وه هېره کړه . ) ۳  


هره ژبه که د «دېبانو» ژبه وي ، «عبري » ژبه وي، « سامي » ژبه وي او که خپلواکه پښتو ژبه وي د پوهاوۍ د راکړي ورکړي د اسان تیا لپاره ده . ژبه که هر څومره ستونزمنه او زیږه وي سړی نسو په وژلای! ژبه د جګړې، د انسان د نارغۍ او له منځ وړلو آله یا توکی نه ده . هره ژبه د پوهاوی لپاره طبعي خدای (ج) و انسانانوته  دا لوی نعمت ور په برخه کړی دی .  دا  منطقي پوښتنه منځ ته راځي : دغه دېبانو چې پښتو خبري کولې؛ د دوی استوګنه چیري وه؟  دا پښتو ویونکي دېبان بیا څه سوه او چیري لاړل؟ دې دېبانو څه کار اوبار لاره؟  د دوی دود او کلتور څه شی وو؟


که ددي دېبانو خاصه موخه دا وه، چې پښتنو ته لکه چې دوی ژبه نه لرله دېبانودغه ژبه دوی ته نوې ور زده کړه . دا ټولي پوښتني ځواب نه لري؛ دا ځکه : دېب، بلا، سېمرغ مارغه او شاپېرۍ دا دپخوانېو د نکلو او کیسو فېګورونه دي، چې اصلي وجود ئي نسته او چا هم نه دي لیدلي . دا خبره هیڅ منطق نه مني، چې دېبان دي راسي خلک دي ژبه ځیني زده کړي . دېبان خپله ژبه نه لري .  هر څوک چې نکل کوي په هغه ژبه د نکل کونکي ئي هم د دیب خبري وي .     بله خبره چې پښتنو د کسي دغره د خلکو څخه پښتو زده کړه پښتانه سوه خپله ژبه ئي چې « عبري » وه هېره کړه!


دا پوښته کېږي خو اصلي پښتانه هغه د کسي د غره خلک دي نه دا څو کسه کډوال . څنګه و کډوالو ته پښتانه وایو او سکه دهغه ځائ اوسېدونکي ورک یا نسوه پښتانه . دا ولي؟ دا هم څه له منطقه ليري خبره ده . اصلي پښتانه هغه دکسي دغره وګړي دي .  د دې څو کډوالو څخه، چې دا ماته هم یوه تاریخي معما ښکاري،چې  پښتانه دي د دغو کډوالو  له پښته  وي . دغو کډوالو چې د پښتنو څخه پښتو زده کړې پښتانه نه دي . اصل او سکه پښتانه هغه د کسي دغره وګړي دي . د هغو ریښه او خټه باید وڅېړل سي! هغه وګړي چې په یوه پره دي ځائ کي استوګن کېږي او خپله ژبه دلاسه ورکوي نو سکه وګړي د هغه ځائ نه دي او ژبه هم د دوی په نامه نه وي . ولي؟ دوی د ویني اړوند نه سره لري .


حضرت ابراهیم (ع) لومړی په عراق کي، سوریه کي، په یوروشلیم او عربستان کي سوی دی او وروسته تر ده نبیره ئي مصر ته تللې او له هغه ځایه بېرته فلسطین ته راغلي دي . دا چې د دوي  یو ګروپ له فلسطین څخه څرنګه  له خپلي ژبي سره راغله او خپله ژبه ئي هېره کړه او پښتانه سوه او دهغه پښتنو څخه دوی پښتو زده کړه،چې  هلته اوسېده .  هغه اصل پښتانه ورک سوه پرځائ ئي څو سامي  کډوال پښتانه سوه دا کوم منطق مني؟ تاریخ اقلیت اکثریت کوي . دا معما نه ده؟


داسي دلایل  منطق چندان نه مني . ژبني متعصبین یو څرک پیداکړي بیا ئي پخپل منشاء را واړه وي نو نقل قول ئي په دې تاریخ او هغه تاریخ پوه پري وتړي . اصلي خبره به بل شی وي؛خو  دی بي د ځان  لپار جوړه وي . او پر ناسمه خوا ئي بیائي .


یا وائي، چې پښتو د دوږخ ژبه ده! دوږخ بیا کله ژبه لري ! هر ګنهګار دخپل ژبي سره دوږخ ته ځي .   هرچا چې دا خبره کړې، چې پښتو د دوږخ ژبه ده؛ نو دی به یوځلي دوږخ ته لوېدلی وي او خبري به ئي هلته اورېدلي وي . ځکه دی په خبر دی . تر اوسه چې څوک مړ سوی نه ده جنته اونه د دوږخه څوک راغلی، چې دا خبر دي راوړي . نو له دي جهته دا خبره هم منطق نه لري . که څه هم ارواښاد حمزه بابا ځواب ویلی دی . چې وائي :


وائي  اغیارچې د دوزخ ژبه ده            زه به جنت  ته دپښتو سره ځم   


زه بیا هغه چاته چې دا خبرې کړې وایم :
نن که څوک راغلی له دوزخ نه د پښتو سره       
داد تعصب نمونه   ګوره  د ناپوهه سره      
دا پورته نقل قولونه چې راغلي او په نورو کتابونو کي چې په دغه شان لیکل سوي دي، کوم منطقي اساس نه لري؛ له ځانه شیان لیکل سوي . ټینګه پایه نه لري .
ژبي ته دتاریخي له مخي کنته :
د افغانستان ژبي او توکمونه  کتاب کي چې لیکونکی ئي دوست محمد دوست دی؛ په ۳۸ مخ کي د دغه کتاب لیکلي : ( باختري ژبي ته کولای شو چه د پښتو د مور په حیث قایل شو او د بغلان کتیبه د پښتو ژبي لومړی بشپړه کتیبه وګڼو .   . . .  ساکي ژبه هم دغه شان ده . هغه خپلوي چه د ساکي ژبې او پښتو تر منځه په ګرامري او لغوي اړخونو کښې موجوده ده، دومره دبلي ژبې سره بشپړه خپلوي نه لري . د
« باختر » او « ساکي » ژبو په بحث کښې لیدلی شو چه دغه ژبي خصوصا « باختري » د پښتو سره نسبي خپلوي لري چه هغه د « سټی » او « ښاخ » له خپلوۍ څخه لږ نه ده . ساک د پښتو  یوه پښه ده دپښتو لومړی مستند شاعر امیر کروړ په خټه ساک و .)               له تاریخي لاملو نه څرګندیږي، چې ساکیان پښتانه وه او امير کروړ چې ساکی وو د پښتو ژبي لومړی شاعر هم دی . چې وائي : زه یم زمری، په دې نړۍ له ما اتل نسته         په هندو سندو په تخارو په کابل نسته بل په زابل نسته     له ما اتل نسته      تر پایه . . .  پټه خزانه  چاپ د امام الدین صافی د چاپ سنتر پېښور  ۱۹۹۵                 
د رڼا او دفاع کتاب چې لیکونکی او تنظیم کونکی محمد حسن کاکړ دی په ۹۹ یم مخ کي  د پښتو اصل او ریښه ( حبیب الله تږی ) تر سریزه لاندي لولو : ( بیا هم  کلاپروت  لومړی غربي محقق دی چې پښتو یې یوه آریایي ژبه بلله او عقیده یې په ډېره کلکه په ډاګه کړه چې « پښتو بې شکه د هندو –  جرمانیک ژبو د سترو ډلي یوه څانګه ده . » ) ۱۵  دغه تاریخي ستري خبري دلیکوالانو او  ژبپوهانو چې ثبوت لري اومنطق هم وسره دی کېداسي، چې زموږ په عصر کي ئي هم ثبوت  اسانه وسي .


هغه طبعي او بنسټیزي خبري چې د پښتو الماني، انګلیسي او پاړسي تر منځ څه ناڅه یو شی دي . لکه :                      
په پښتو کي    په الماني کي  په انګلیسي کي     په پاړسي کي                                  مور  (Mor)       موتر (Mutter)      مدر   (Mother)     مادر  (Madar)
پلار (Plar)        فاتر (Vater)       فادر (Fther)             پدر   (Pader)
ورو   (Wror)     برودر (Bruder)   بردر   (Brother)        برادر (Berader)اکا   (Aka)       اونکل  (Onkel)     انکل   (Unc le)    کاکا     (Kaka)
خور  (Khor)    شوستر  (Schwester)    (Sister)   خواهر  (Khahar)
یو     (yau)       ای نس (eins)    وان (one)           یک       (yak)
دوه  (dwa)         څوای    (zwei)    ټو   (two)         دو        (du)
درې   (dre)       دری    (drei)       تري (three)    سه         (se)
څلور  (zalor)      فير  (vier)         فور     (four)    چار       (char)
پینځه   (pinza)  فونف(funf)    فایف   (five)        پنج       (panj)        
د  ایرګاتیف (Ergativ)  یاني خاصه صغي له مخي دغه څلور واړه ژبي یو له بله سره څه بېلوالی لري .  دلیکدود او لیکښود کړنلاره اوسمه لیکنه   لیکونکی محمدسرور وکیلي               
اخستونکځي :            
 ۱ :-   رڼا او دفاع    لیکونکی  او تنظیم کونکی محمد حسن کاکړ            
 ۲ : –  دافغانستان ژبي اوتوکمونه    لیکونکی  دوست محمد دوست       
  ۳ :- پټه خزانه   لیکونکی محمد هوتک بن داود          
  ۴ : –  د لیکدود او لیکښود کړنلاره او سمه لیکنه   لیکونکی محمد سرور وکیلي