پښتانه او د هالبروک زهر
د افغانستان لپاره په امريکايي سياستوالو کې (هالبروک) هغه څېره ده، چې د خپل ماموريت له پيله يې له يوې عقدې او کينې سره کار پيل کړ. هالبروک او د هغه بل ملګرى (ګالبريټ) چې په ځينو هېوادونو کې د هغو د طبعي سياسي جوړښت د بدلولو قهرجنه تجربه لري، غوښتل يې په افغانستان کې هم دا تجربه تکرار کړي. په افغانستان د دوى هڅې له څو کلونو راهيسې روانې وې، خو څرکونه يې هغه وخت لاپسې ولګېدل چې د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې. هالبروک او ګالبريټ به په ساعتونو ساعتونو له ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر مجلسونو تېرول او لکه د يوې کورنۍ د غړو په څېر به يې د کور د ستر ستونزه هم نه لرله. هالبروک او ګالبريټ تر دې دمخه په يوګوسلاويا او عراق کې د بحرانونو، قومي او مذهبي شخړو لامل ګرځېدلي وو او ګالبريټ خو د عراق د اختتام لپاره لومړنۍ ذهني نقشه هم انځور کړې وه. هغه کتاب (the end of Iraq) (د عراق خاتمه) چې د ګالبريټ په قلم ليکل شوى، پر ټولو ملتپالو عراقيانو د ناسور ټپ په شان لګېږي، په همدې خاطر خو يې په عراق کې دده د ماموريت کمپله ټوله کړه. ګالبريټ څو موده دمخه د بي بي سي د نړيوال سرويس په مناظره کې چې په (دوهه) کې جوړه شوې وه او په ژوندۍ بڼه له بي بي سي ټلويزيون څخه خپرېدله، يو ځل بيا څرګنده کړه؛ تر څو چې په افغانستان کې د نظام بڼه بدله نه شي، هلته ثبات نه راځي، د ده په نظر د نظام د بڼې بدلون هغه مانا ورکوي چې په ډېرې اسانۍ او مهارت سره د واک طبعي جوړښتونه خپل واک مصنوعي سرچينو ته پرېږدي، يانې د وسايلو او امکاناتو ماهرانه استعمال ددې سبب کېږي، چې سياسي واک په اسانۍ سره له اکثريت څخه اقليت ته ولېږدي، هغه هم په داسې شرايطو کې چې په افغانستان کې د اقليتونو د حقوقو د کورنيو او بهرنيو مدعيانو غوا لنګه ده. هالبروک د جمهوري رياست د ټاکنو پر دويمه ورځ چې د رايې شمېرنې بهير لا پيل شوى نه و، د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کې پر کرزي نيوکه وکړه، چې په پښتون مېشتو سيميو کې درغلي شوې ده. ده په ځانګړي ډول (ننګرهار) ته ګوته ونيوله، دده په نظر په ننګرهار کې اصلاً دومره نفوس نه شته نو ولې دومره خلک رايه واچوي؟ هالبروک هغه وخت د ډاکتر عبدالله او نورو هېواد دښمنو عناصرو تر تبليغاتو لاندې دومره کوچنى شوى و، چې اصلاً د افغانستان لوى او واړه ولايتونه، ګڼ مېشتې سيمې او نور ټول يې له ياده وتي وو، ما چې هغه وخت د هالبروک منطق ته وکتل چې ولې يو لوى او ګڼ مېشته ولايت په کم نفوسه ولايت کې حسابوي، هغه وخت مې اندېښنه نوره هم زياته شوه، چې نه والله ددې سړي په ذهن کې نورې خبرې دي. ګالبريټ په خپله مخه لاړ، خو هالبروک لا بيا هم د افغانستان لپاره په امريکايي ماموريت کې د واک و ځواک څښتن دى. د جمهوري رياست تر ټاکنو دمخه پر ښاغلي کرزي د هالبروک او نورو امريکايي سياستوالو يو شرط دا و چې يو به (لويه جرګه) نه راغواړي او بل به له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.
له رښتينې لويې جرګې څخه د دوى وېره دا وه چې کېدى شي دا جرګه د امريکا د پوځي شتوالي د قانونيت خبره راولاړه کړي او له طالبانو سره د خبرو د پيلېدو وېره دا وه چې کېدى شي په دې کار سره سوله راشي، بيا به د دوى اوږدمهالي پاتې کېدو ته پلمه پاتې نه شي او هغه ستراتيژيک هدفونه چې دوى يې لري، هغو ته به زيان ورسېږي. خير په هر ترتيب، سره له دې چې نه پر دې وخت د رښتينې لويې جرګې د جوړېدو امکان و او نه هم په داسې شرايطو کې چې د دولت ټول حساس امنيتي ارګانونه د شمالټلوالې په واک کې دي، له طالبانو سره د رښتينو خبرو پيلول عملي بڼه لري. شمالټلواله په هېڅ قيمت دېته حاضره نه ده چې د سولې او عدالت په بدل کې خپل نامشروع واک له لاسه ورکړي، خو په هر ډول امريکايانو وېره احساسوله.
د ښاغلي هالبروک او ښاغلي کرزي ترمنځ نورې ډېرې داسې ترخې خبرې تبادله شوې چې لاتراوسه د رسنيو مخ ته نه دي راوتلي، خو په هر ډول له دې ټولو خبرو څخه داسې استنباط کېږي، چې امريکا غواړي په سيمه کې د خپلو هدفونو د بري تر وخته پاتې شي او تر هغه وخته د جګړې غځول د دوى يوه اړتيا ده. دا چې لر او بر پښتون ولې ددې جګړې قرباني دى، ددې يو علت دا دى چې د روسانو تر يرغل وروسته د پښتنو سياسي او قومي اډانه کمزورې شوه، دا قوم د سيمې او نړۍ په کچه داسې کوم دوست نه لري چې د دوى اواز نړۍ ته پورته کړي، سياسي، علمي کدرونه يې هم کم دي، نړيوال روابط يې هم کمزوري دي، ټول ګاونډي هېوادونه يې دښمنان دي، جګړې يې اقتصاد ډېر کمزورى کړى، له پوهې او عصري زده کړې هم محروم پاتې شوي، نو ځکه خو هر کورني او بهرني يرغلګر، کس او ناکس ته ددې لاره اواره ده چې پر پښتنو بلوسه وکړي.
د همدې تسلسل په لړ کې ښاغلي هالبروک يو ځل بيا څه نوي زهر وشيندل او يو ځل بيا يې خپله پټه کينه څرګنده کړه. ښاغلي هالبروک د خپلې کينې په څرګندولو سره دومره مخې ته لاړ چې ان روسانو هم د خپل لسکلن اشغال په کلونو کې د پښتنو پر وړاندې دومره بې ادبي او سپين سترګي نه وه کړې. هغوى سره له دې چې د پښتنو نږدې دوه مليونه کورونه ړنګ، په مليونونو يې مهاجرت ته اړ او په مليونونو نور يې شهيدان کړل، خو بيا يې هم هېڅکله دومره په زغرده خپله کينه د رسنيو پرمخ نه وه څرګنده کړې. د (ګلوبل پوست) د راپور له مخې ښاغلي هالبروک د مارچ پر ٥ نېټه (هارورډ فورم) ته په خپله وينا کې څرګنده کړې چې: ((امريکا د افغانستان د سولې او ملي پخلاينې په پروسه کې شامله نه ده، طالبان د پښتني ټولنې زېږنده دي او په هره کورنۍ کې داسې څوک شته چې له طالبانو سره تړاو لري، افغان ولسمشر حامدکرزى هم پښتون دى، ځکه خو نوموړى غواړي له طالبانو سره سوله وکړي.))
په پورته څرګندونو کې هالبروک د سولې بهير ردوي، جګړې ته ترجيح ورکوي، پښتانه طالبان بولي او لازياتوي چې: ((طالبان او پښتانه لکه د غاليو د تارونو په شان يو بل سره اوبدل شوي دي…)) او کرزى ځکه له طالبانو سره د سولې بهير تعقيبوي چې ګنې پښتون دى. دلته غواړم ښاغلي هالبروک ته د افغاني په تېره بيا د پښتني ټولنې د طبعي جوړښت په باب څو ټکي څرګند کړم. لومړى دا چې پښتانه اساساً افراطي خلک نه دي، غېږه يې پراخه او اوسېله يې د امريکا تر دنګو ماڼيو هم لوړه ده. افراطيت، اخوانيزم او طالبيزم ستاسو د سياستونو نتيجه وه، چې دلته خواره شول. اخوانيت او افراطيت مو د روسانو پر ضد د جګړې لپاره د يوې وسيلې په توګه پياوړى کړ او طالبانيزم مو د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر له سعودي عربستان او پاکستان سره په تفاهم کې رامنځته کړ او په دواړو حرکتونو مو زموږ د ټولنې طبعي جوړښت او مسير ته زيان ورسوه؛ د واک طبعي سرچينې مو زيانمنې او تصنعي منابع مو رامنځته کړې. دا چې ستاسو خپله رامنځته کړې پديده ټول عمر ستاسو په ګټه نه تمامېږي، دې کې زموږ د مظلوم ملت ګناه نه شته، دا ستاسو خپله اشتباه ده. اسامه او نور ستاسو د حرکتونو په نتيجه کې پر افغانستان رانازل شوي وو، کله چې پښتنو د همدې جهادي تنظيمونو تر سيوري لاندې د روسانو پر وړاندې جګړه کوله، نو د اتلولۍ فلمونه به يې تاسې په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې کول، مهرباني وکړه خپل سينمايي ارشيف ته مراجعه وکړه. اسامه هم ستاسو په لارښوونه د روس پر ضد جګړه کې د يو لوبغاړي په توګه مطرح شو. پښتون بېچاره خو د جګړې په سيند کې ډوب و، هغه ميډيا نه لرله چې خپلې اتلولي وځلوي، همدا تاسې وئ چې د هرې پردې رنګ ته مو بل رنګ ورکولاى شو. د روس د تپل شوې جګړې داستان چې ختم شو نو تاسې د شوروي له احتمالي يرغله بې غمه او پر ارام خوب ويده شوئ، خو زموږ ملت ته مو ددې مجال ور نه کړ چې خپل زخمونه بېرته وګنډي او خپل شلېدلى ګرېوان راټول کړي، بيا مو د جهاد په نامه (اوه سري) او (اته سري) ښاماران پرې رانازل کړل، هره ورځ به يې ددې وطن په سلګونو پېغلې او ځوانان تر ستوني تېرول. بيا چې کله د( يونيکال) او (بريډاس) کمپنيو سيالۍ پيل شوې، په سپين لباس کې مو تور ذهنيت بيا پر دې ټولنه واکمن کړ، خو کله چې ستاسو په اند يې زيان تر تاسو در ورسېد، نو بيا درباندې ځمکه سره شوه، پرته له دې چې لږ له تعقل او زغم څخه کار واخلئ د هوا تر څپو مو هم تېز پر افغانستان راودانګل. دلته مو بيا هغه مړه او نيم ژواندي لړمان، ماران او ښاماران بيا راژوندي کړل چې تر دې دمه لا طالبانو دا ولس ترې بېغمه کړى و، ټول په څمڅو کې ننوتي وو. تاسو بيا هغه راژوندي کړل، څه مو د الوتکو تر وزرونو لاندې او څه مو د خپلو ټانکونو پر سرونو باندې تر کابله را ورسول. په (بن) کې مو يو تصنعي کنفرانس چې زموږ د ولس د چوپ اکثريت اکثره قاتلين په کې ناست وو، جوړ او د سياسي واک اساسي کيلي مو د هغو په لاس ورکړه. هغوى ته مو وويل چې موږ مو تر شا ولاړ يو، واک چلوئ، د خپلو پيسو سيلاو مو پرې را خور کړو، خو دوى ددې پرځاى چې په دې پيسو زموږ د ولس زخمونه درمل کړي، خپل ځانونه يې پرې وپړسول؛ د ولسواکۍ په نامه يې دکانونه او مارکيټونه خلاص کړل، نوې ډلې ټپلې يې جوړې کړې، هر چا بېرته خپلې هغه پخوانۍ يارانې راتازه کړې؛ د روس ګوډاګيان د روس، د ايران د ايران او نور د نورو خواوو ته لاړل. هغه وخت دوى ټولو په پټه ستاسو پر ساده ګۍ خندل او په هره خصوصي غونډه کې به يې ويل: (( ياره موږ به فکر کاوه چې دا امريکايان به ډېر هوښيار وي دا خو ډېر د کم عقل زامن دي، پيسې د دوى دي او کارونه زموږ خپل دي…)) خپلو اصلي بادارانو به يې ويل: ((ښه طلايي چانس دى؛ امريکا په افغانستان کې زموږ د هدفونو د پلي کولو لپاره پيسې لګوي…)) تاسې کله هم درک کړې چې په افغانستان کې تاسې د ځمکې پرمخ کار کوئ، خو ايران او روسيه تر ځمکې لاندې. ايا دا دې کله درک کړې چې د افغانستان په دولتي ادارو په تېره بيا په کابل کې له هرو پنځو کسانو څخه يو يا دوه يې ايران ته وفادار دي، ايا ته پر دې پوهېږې چې ستاسو د پيسو په زور په اصطلاح ازاده افغاني ميډيا کې ايراني مفکوره ځلېږي؟ تا څخه يې ذهن دومره اخيستى چې پر دې اصلي خطرونو نه پوهېږې، خو همدا وايي چې ((د هر پښتون په کور کې يو طالب شته)) او بل کرزى ولې يادوې؟ ته نه پوهېږې چې هغه څومره واک لري؟ او پښتنو ته يې څه ورکړي؟ د پښتنو له زړه خو کرزي ته وينې څاڅي د کرزي خو يوازې په انتخاباتو کې پښتانه يادېږي، د واک پر وخت يې نه يادېږي، تاسې خو تل داسې کړي چې د کرزي پر وړاندې داسې يو څوک ودروئ چې زموږ ولس له مجبوريت او ناچارۍ کرزي ته رايه ورکړي. ستاسو په خپلو رسنيو کې اعلان وکړ چې د ملي پوځ په سلو کې (٢) عسکر پښتانه دي، څه فکر کوئ هغه پوځ چې په سلو کې يې (٢) عسکر پښتانه وي، نو چې په ټيټه کچه دا حال وي په پورته پوړيو کې به څه حال وي؟ ايا پښتون چې په خپل هېواد کې له دغسې يو محروميت سره مخامخ وي، څه فکر کوئ چې دا حالت به د نفرت کوم پړاو ته رسېږي؟ له ښاغلي هالبروک څخه مو خو په دې ګيله نه ده چې ولې مو وژني، ولې مو کورونه بمباروي، ولې مو د طالب په نامه ګوانتانامو ته بيايي، ځکه موږ خو هسې هم له دې ډول غمونو او تراژيدو سره عادت يو؛ يتيم هسې هم په ژړا پوخ وي، له روسانو څخه مو کله ګيله وکړه چې اوس به يې له امريکايانو څخه وکړو، خو له ده ښاغلي څخه مو په دې ګيله ده؛ هغه څوک چې زما نه دي نو ولې يې زما په نامه يادوې او يا ولې ما د هغو په نامه يادوې؟ طالبان د پښتنو په سيمه کې ښوونځي سېزي، پلونه نړوي، ښوونکي وژني او ښوونځي له منځه وړي او پښتانه له سلګونو محروميتونو سره مخامخوي، د ژوند ټول اساسي امکانات ورڅخه واخلي، خو تاسې بيا هغه د پښتنو استازي بولئ او يا د پښتنې ټولنې زېږنده پديده. ايا که امريکا کې کوم ګوند، ډله يا د بدماشانو يو ګروپ ستاسو ښوونځى يا پوهنځى او درملځى در وسېزي او موږ بيا په نړيواله کچه هغه د امريکايانو په نامه ياد کړو چې دا د امريکايانو استازي کوي، نو تاته به څومره زور درکړي؟
جمهور رئيس کرزى ولې يادوې؟ يو زيات شمېر پښتانه په دې نظر دي چې د ده په واکمنۍ کې خو پښتانه دومره وځپل شول چې د چنګېزخان په عصر کې هم نه دي ځپل شوي، نو د هغه دا سمبوليک واک بيا ولې د پښتون په نامه محاسبه کوې؟ يانې تاسو په خپل هېواد کې د کوم داسې انتخابي ولسمشر چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د هغو سيمو يا ښارونو خلک چې تر ټولو زياته رايه يې ولسمشر ته ورکړې وي، خو تر ټولو زيات هغوى په حکومت کې له خپلو حقوقو محروم شوي وي، بېلګه لرئ؟ پوره باور دى چې نه يې لرئ، نو چې نه يې لرئ دا ډول ولسمشران هم بايد د پښتنو د استحقاق په جم کې محاسبه نه شي.
ښاغلي هالبروک بله خبره: تاسو چې وايئ: ((د هر پښتون په کور کې يو طالب دى))، نو ايا ستا دا نيت دى لکه د تاسو ځينو نورو ملګرو چې پخوا ويلي وو: (( جګړه تر وروستي افغانه!)) ايا همغه هيله پوره کوئ که څنګه؟ ځکه که ستا په وينا؛ په هره پښتنه کورنۍ کې يو طالب وي، نو پښتانه خو اوس د ځمکې پر مخ تر شپېتو مليونو تنو پورې رسېږي او تاته خو به زموږ کلتور معلوم وي، چې د کورنۍ هر غړى په بل سر ورکوي، نو بيا خو ته يوازې له طالبانو سره نه جنګېږې، بلکې شپېتو مليونو پښتنو سره جنګېږې، ايا تاسو دومره زورور ياست او يا دې له لوى خداى(ج) څخه کوم فرمان راوړى، چې دا شپېته مليونه خلک به ټول وژنئ، که ددې نيت لرئ نو بيا خو داسې عام وژنه نه هېټلر کړې، نه چنګېز او نه د نړۍ پرمخ کوم بل چا. نو بيا به دې هم ته د بشري حقونو د تامين او ديموکراسۍ الفاظ کاروې؟
ښاغلى هالبروک! تاسې اوس پر همغه خطرناکه لار روان ياست چې تر تاسو شل کاله مخکې روسان پرې روان وو. هغوى هم دلته له اکثريت پښتنو سره دښمني پيل کړه، کورونه او کلي يې ور وران کړل او تاسو هم همغه کارونه پيل کړي، هغوى هم يوه محدوده ډله او لږکي واک ته ورسول او تاسې هم همغه مسير تعقيبوئ، د هغوى نتيجه خو هغه شوه چې پښتانه يې هم تباه کړل او خپله امپراتوري يې هم ړنګه کړه، تاسې هم کېدى شي پر همغه برخليک اخته شئ! هيله ده په افغانستان کې د شوروي لښکرو د ټولو قطعاتو د مشر ستر جنرال الکساندر مايوروف ليکلى اثر: ((په افغانستان کې رښتيا څه تېرېدل؟)) په دقت سره ولولئ، هغه ليکلي وو: (( د افغانستان جګړې زموږ لپاره د هغه خښ شوي ماين حيثيت درلود، چې يوې لويې امپراتورۍ پرې پښه کېښوده او په پاى کې دړې وړې شوه.)) نو مخکې تر دې چې ستاسو امپراتوري د شوروي امپراتورۍ پر برخليک اخته نه شي، ښه به وي چې په خپلو خبرو، ويناوو او عمل کې پوره دقت وکړئ، د يوه ملت د تباهۍ اسباب مه برابروئ چې ستاسو د تباهۍ اسباب برابر نه شي.
کــوهي مــه کــنه د بـل ســړي په لار کې
چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
رحمان بابا