کور / تازه خبرونه / د نړۍ په لسو زړه ورو ښځو كي دوې افغاناني راغلې

د نړۍ په لسو زړه ورو ښځو كي دوې افغاناني راغلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن او د جمهور رئیس باراک اوباما ميرمني میشیل اوباما په هغي غونډي کي چي تیره شپه په دې مناسبت د بهرنیو چارو په وزارت کی وشوه، په نړی کی د سږکال لس زړه وري ښځی معرفي کړې.

د امریکا بهرنیو چارو وزیري ویلي چي موږ د نړی د ټولو هغو ښځو لمانځنه کوو چي انزوا، ویره ، زورزیاتى او بند یې په ځان تیرکړی.

دغه دوې افغان مېرمني چي يوه يې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جندر او د کوچنیانو د حقوقو د څانګي مشره شفیقه قریشی او بله يې د بغلان د ولایتي شوار غړې شکریه اصیل ده چي د لسو زړه ورو ښځو په ليكه كي راغلي دي.