کور / تازه خبرونه / افغان ولسمشر پاکستان ته روانېږي

افغان ولسمشر پاکستان ته روانېږي

ټاکل سوې ده چي د افغانستان ولسمشر حامد کرزى نن ماپښين د پاکستان پر لوري وخوځي.
پاکستان ته د ولسمشر کرزي د سفر موخه له دغه هيواد څخه د طالبانو د مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر ترلاسه کول په ګوته سوي دي.
ملابردار تقريباً يوه مياشت دمخه په کراچي کي ونيول سو، چي د ترلاسه کولو دپاره يې امريکا او افغان حکومت دواړه هڅي کوي، خو داسي ښکاري چي پاکستان لاس پر نيولى دئ.
تېره مياشت د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر هم په دې موخه اسلام آباد ته سفر وکړ، خو ملابرادر او نور طالب مشران لا اوس هم د پاکستان په اختيار کي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالباسط خبريالانو ته وويل هندوستان د افغانستان له خاوري د پاکستان په ناقرارۍ لاس پوري کړئ او د کرزي او زرداري ترمنځ به پر دې موضوع هم خبري وسي.